text
stringlengths 0
136
|
---|
چې د د دوست محد ځان پر کورنۍ حکومت وکړي کله چې ماموله
|
بايي د فیض محمد ځای ناستی حيات محمدخان وټاکلو. نو صالحه
|
بېګم ددې څرګند مخالفت ته ملا وتړله دې د فتح ګړه نه پنځه میله
|
لرې په اسلام نګر کې د فیض محمد له قَ قبر قبر سره څنګ کې ديوه
|
خپلواکه حکومت اعلان وکړو او سرکاري دربار به يې جوړاوه
|
بهوپال اوس عملا په دوو برځو ويشل شوىیو. صالحه بېګم
|
همدغسې درې کاله یو مساوي حکومت چلوو
|
ماموله بايي ورته پېغامونه ولېږل چې که دا د یارمحمد هر یو ورور
|
غواړي د هغه نوم دې د د واکمنۍ لپاره وړاندې کړي حيات
|
محمدخان هم دې ته رضا شو چې د صالحه بېګم د خوښې واکمن ته
|
به سر ټيټ کړي. خو هغې شریف محمد ته د جنګ د تياري لپاره
|
وویل. شریف محمد د پنځه زره عسکرو د برابرولو لپاره له صالحه
|
بېګم نه د پیسو غوښتنه وکړه. خو صالحه بېګم پیسې نه لرلې شریف
|
محمد چې خبر شو نو هغې ته يې وويل "په تشه خېټه جنګ نه
|
چهوټې ځان د بهوپال چارې هم هغسې پر مخ بوولې خو هغه اندازه
|
ولګوله چې صالحه بېګم دومره زور نه لري څومره چې شریف محمد
|
ورته خطر جوړېدای شي ده دوه وروڼه لرل او دده ځلمی او تکړه زوی
|
وزیرمحمد لکه د دوست محمد د تورې مېړنی و
|
د صالحه بېګم سره د لاس یوځای کولو لپاره دی دبغاوت په تور
|
تورن او له بهوپاله وشړل شو. شريف محمدخان د راجپوت يو
|
ګاونډي ریاست ته پناه يوړه ده سره د ده د ټبر خلک هم وو راجپو
|
هندوانو د دوی تود هرکلی وکړو او د ګینور د لا د نیولو لپاره په
|
جنګ کې ورسره ودرېدل.
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
من بهوپال په اتلسمه پېړۍ
|
دا د حيات محمدخان واک ته لومړی لوی ګواښ و چې په خپله
|
پښتنو ورته ودرولی و :
|
په ٧۷۸١ کې د بهوپال نه اته میله لویدیځ کې د پهندا په کلي کې
|
د دواړو غاړو پوځونه جنګ ته راووتل ددې جنګ پر وخت حيات
|
محمدخان په بهوپال کې پاتې وو دده د پوځ مشري چهوټې رام کوله
|
او ورسره راجپوت. سیکان او د بهوپال سرکاري پوځو. شریف
|
محمد سره دده وروڼه او راجپوت مله و. وزیر محمدخان د ښځو او
|
ماشومانو د ساتنې لپاره په اشتا نومي کلي کې پاته شو. جنګ پيل
|
شو. د تورو ټوپکو او توپو په درزا سخته مرګ ژوبله وشوه. شریف
|
محمد سره د خپلو پنځو وروڼو ووژل شو. يوازې یو ورورکامل محمد
|
ژوندی پاتې شو. چهوټې ځان د شریف او دده د وروڼو سرونه پرېکړل
|
او په تورو ټومبلي حیات خان ته يې وړاندې کړل حيات خان په دې
|
کار سخت ناکراره شو او په لومړي ځل د چهوټې خان د شخصیت
|
منفي اړخ ورته څرګند شو د اورکزیو په ټبر کې دا پېښه يوه لويه
|
غمیزه وه او په راتلونکو نهو کالو کې چهوټې خان د بهوپال ټول
|
پښتانه د ځان پرضد راوپارول. دی لکه د يوه کاواکه اس د هېچا
|
قابو کې نه راتلو. په ۱۷۹۲ م کې ماموله بايي د اتياو کالو په عمر
|
مړه شوه. له دې څو میاشتې وروسته چهوټې ځان هم مړ شو
|
د حیات محمد خان له شریف محمد کورنۍ سره شوی ظلم هیر نه
|
وو. د هغه زوی وزير محمد د راجپوتو سره اوسېدو او حيات
|
محمدخان چې خپل نالايقه رام طلبه زوی غوث محمد ته لیدل نو
|
ددې خبرې احساس ورته زیاتېدو چې دی د نوابۍ وړ نه و. په
|
۴م کال کې د بروکټ د پښتنو د يوه جنزال لور زینت بېګم یې
|
غوث محمد ته واده کړه. د زینت پلار له مرهټو سره د سسې هور په
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
بهوپال په اتلسمه پېړۍ ۳۵۰-
|
جنګ کې وژل شوی و او مور عصمت بېګم یې د بل ماشوم په زېږون
|
مړه وه د زینت بېګم نه د غوث محمد درې اولادونه وزېږېدل دوه
|
زامن موعېز او پوځدار او یوه لور یې ګوهرآرا نومېده. اخوا د شریف
|
محمد زوی وزیرمحمد د راجپوتو نه ولاړو او یو څه موده د حيدراباد
|
د نظام دربار کې ملازم شو او په خپل استعداد ښه مقام ته ورسېدو
|
خو حیات محمد غوښتل چې وزیر سره روغه وکړي. هغه ليدل چې
|
غوث محمد د بهوپال د ساتنې نه وو ده وزیر محمد راوبللو او ده ته
|
یې د دیوان او د پوځ د مشر د دندې پېشکش وکړ. خو غوث محمد د
|
خپل پلار ددې فیصلې مخالفت وکړ. ځکه هغه د خپلو اختياراتو او
|
اغېز لپاره وزير يو ګواښ وګڼلو. اخر وزير ته په بهوپال کې د
|
استوګنې اجازه ورکړی شوه. او د دیوان د دندې لپاره مریدمحمدخان
|
راوبلل شو مريد د سلطان محمدخان زوی و . چې دوه وارې يې د
|
نوابۍ دعوا کړې وه مرید په ٧۷٩۲ د خپلو ٠٠٠١ تنو ملګریو سره
|
بهوپال ته ورداخل شو او ژمنه یې وکړه چې يو وار رې بيا به د پښتنو
|
واکمني پر ځای کړي. د مشر وزير«دیوان په حيث ده د پيسو په
|
لګولو لاس پورې کړو. د پوځ تنخواګانې یې زیاتې کړې د ودانیو په
|
جوړولو يې لاس پورې کړ او چې خزانه یې ځالي وليده نو پر مځکه
|
والو یې زور راوړو چې مالیه ورکړي. کله چې به دوی انکار وکړو نو
|
په بندي خانو کې به يې واچول په یوه کال کې دننه د مريد اصلي
|
څېره راښکاره شوه. د د بهوپال ځینې مځکې یې پنډاریانو ته ورکړې او
|
چې د پوځ د د تنخوا پیسې هم پاتې نه شوې نو پوځ بغاوت وکړو په
|
دې وخت کې مرهټه یو وا ري بيا د بهوپال سرحدونو ته خطر ودروو
|
مرید ته بله هېڅ لار ه«ښکا ره نه شوه نو د حيات محمد مېرمنې عصمت
|
بېګم ته ورغلو دا مېرمنه په حيات محمد ډېره ګرانه وه او په دربار
|
ٍِِ - - بهوپال د هندوستان پښتانه
|
001653١676
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.