text
stringlengths 0
136
|
---|
۳٣٣۲۰ بهو پال په اتلسمه پېړۍ
|
کې يې ډېره اغېزه لرله په ٧۷٩۷ کال د ډسمبر پر۳۰ مه نېټه دا
|
دپردې تر شا کښېناستله او د مريد غوښتنه يې واورېده چې خپلې
|
ګاڼې او نغدې دې ورته وسپاري چې د مرهټو سره جنګ لپاره تياری
|
وکړي. عصمت بېګم په ځواب کې ورته وویل چې د مځکه والو نه
|
ماليه راټوله کړه. په دې ځواب مريد په قهر شو. پرده يې وشلوله او
|
پر عصمت بېګم يې برید وکړ. هغې منډې کړې خو په پوڼو يې راګېره
|
کړه او ويې وژله د هغه ملګريو د عصمت بېګم ساتونکی خواجه
|
سراګلاب هم ووژلو. دوی د عصمت بېګم ګاڼې. نغدې پيسې او
|
هرڅه چې په لاس ورتلل واخيستل او له هغه ځايه ولاړل. د حيات
|
محمد کورنۍ په دې پېښه هک پک پاتې شول او مرید په خپله دفاع
|
کې وویل چې ده ته غوث محمد ويلي وو چې دا ښځه دې مړه کړي.
|
خوهېچا په ده باور ونه کړ ده د حيات پر ضد د فتح ګړ کلا ونیوله او
|
مرهټو ته یې پيغام ورواستاوه چې د بهوپال په نیولو به دی ورسره
|
ملا وتړي په دې پېښه حیات محمد د مرید د غدارۍ اندازه ولګوله
|
او سمدستي يې وزیرمحمد راوبللو چې د مريد چاره دې وکړي.
|
وزیرمحمد ٠٠٠١ تنه پښتانه راټول کړل او بهوپال ته ورننوتل.
|
لومړی يې د هوشنګ آباد کلا له مرهټو ونیوله . مريد محمد د
|
ګواليار او ناګپور مرهټه راجه ګانو ته پیغامونه ورواستول چې د
|
بهوپال د نواب پرضد دده د بغاوت ملاتړ وکړي. د ګواليار جنرال
|
بالار او مرید ته خپل پوځ په دې شرط واستولو چې د بهوپال له دوو
|
لویو کلاګانو څخه به يوه ده ته ورکوي. مريد ورسره د اسلام نګر د
|
سپارلو ژمنه وکړه. دی پخپله د اسلام نګر پر لوري ولاړو چې دا کل
|
د مرهټو پوځ ته ورکړي. او د فتح ګړه په کلا کې يې د مرهټو يوه
|
ډلګۍ پرېښوده چې د حیات محمد او غوث د تېښتې مخه ونیسي
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
بهوپال په اتلسمه پېړۍ ۰ ۳۷-
|
اسلام نګر ته په رسېدو مرید خبر شو چې دا کلا اوس د حیات محمد
|
خور موتي بېګم سمبالوي او هغې خپلو ساتندويانو ته امر ورکړی و.
|
چې پر مرید حمله وکړي له دې ځايه مرید په تېښته د رای سيین کلا
|
ته مخه کړه دا یې ونیوله او بالاراو ته يې تسلیم کړه له دې ځايه د
|
مرهټو له ٠٠۰ ۰ زره عسکرو سره د فتح ګړ کلا د محاصرې لپاره
|
روان شو. مريد سره دغه وخت د ګواليار. ناګ پور او د ټونک د
|
نواب امیرخان پنډاري جنګيالي ملګري وو. بلې خوا ته د حيات
|
محمدخان سره وزیرمحمد او د امباياني جاګیردار قلي ان ولاړ و
|
وزیر محمد د فتح ګړ په کلا کې ډېره مېړانه وښودله او اخر بالاراو
|
مجبوره شو چې خپل پوځ پر شا کړي. ډېر ژر بالاراو خبر شو چې مرید
|
ورته دروغ هم ويلي وو. نو هغه يې ونیولو او په سرونج کې يې بندي
|
کړو. مريد په بندي خانه کې د الماسو زرې وخوړلې او ځان یې په
|
خپله ووژلو. وزیرمحمد مرهټو ته د ماتې ورکولو وروسته په پورا
|
اعزاززد حيات محمد له خوا د بهوپال ديوان او د پوځ مشر وټاکل
|
شو. او په راتلونکو اوو کالو کې يې د بهوپال هغه سیمې چې نورو
|
ترې نیولې وې ډېر په سیاست بېرته واخیستې
|
ده له انګرېزانو سره هم خبرې اترې پيل کړې. چې د ده د قوي
|
ګاونډیانو په مقابله کې د بهوپال ساتنه وکړي. خو غوث محمد له
|
مرهټو سره بېل سازشونه پیل کړي وو. حيات محمدخان په ١٨۱۸م
|
کال د ۷۳ کالو په عمر مړ شو او غوث محمد د پنځم نواب په توګه
|
واک ترلاسه کړ. اوس هغه په ښکاره د وزیر محمد مخالفت پیل کړ او
|
وزیر د شخړې پر ځای بهوپال یو واري بیا پرېښود او د ګینور په کلا
|
کې مېشت شو. د وزیر له وتلو سره مرهټه بيا برلاسه شول او غشوث
|
محمد په خپله کلا کې لکه د نظربند پاتې شو د روغې لپاره يې خپل
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
6 00011653
|
۳۸۰ بهوپال په اتلسمه پېړۍ
|
زوی موعېز مرهټو ته وسپارلو چې ناګپور ته یې يوړو. وزیرمحمد یو
|
واري بيا د بهوپال ژغورنې ته راغی خو دا ځل مرهټه ځواکونو د
|
اوږدې مودې پلان سره بهو پال محاصره کړ
|
بهوپال تر يوه کاله پورې تر محاصرې لاندې و. نژدې ۸٨۲۰۰٩
|
پوځيان د دې چارچاپېره ولاړ وو. د وزیر ملاتړي. سکان. راجپوت د
|
-71777ر پنډارې پښتانه له کلا ووتل له وزیر سره
|
يوازې ٠۰٢ افغانان پاتې وو. غوث محمد خان د لوږې او محاصرې
|
سختو زغم نه لاره او وزير هغه ته اجازه ورکړه چې له خپلو
|
د سختوزشم نه لاره او وزو هغه ته اجازهمرگره چې له خپ و
|
یو کور کې مېشت شي عجيبه خبره دا وه چې محاصره کوونکیو هم د
|
نواب په راتلو باندې هېڅ غرض ونه کړ.د هغوی لپاره غوث محمد
|
خان اوسر یوه له کاره وتلې سیکه وه يوه بله عجیبه خبره دا وه چې
|
غوث محمد خان لومړۍ مېرمن زینت بېګم او د هغې ۱۴ کلنه لور
|
قد سیه په بهوپال کې پاتې شول او دا هوډ يې وکړ چې تر مرګه به د
|
بهوپال په دفاع کې هلته پاتې وي
|
د محاصرې شپږ میاشتې چې پوره شوې. نو په کلا کې د خوړو
|
لپاره هېڅ پاتې نشول مرهټو به هره شپه حمله کوله ګولۍ او بارود
|
په ختمېدو وو په دې موقع زینت بېګم له پردې راووتله. ټولې ښځې
|
ورپسې شوې او دوی د پوځ تر شا ودرېدلې. دوی به پوځيانو ته
|
خواړه رسول د توپونو او ټوپکو ډکول یې کول د سړیو په شان جامې
|
يې واغوستلې او له ياروده د کار ر اخيستو چل يې زده کړ يوه پلا
|
دوی په فلزي نغریو کې بار ود کېښودل او له کلا نه يې پر دښمن
|
ور ورويشتل چې په مځکه له لګېدلو سره به وچوېدل زیت پېګم په
|
ځوان ټولې ښځې راټولولې او ډوډۍ به يې ورکوله. يوه ورځً
|
بهوپال د هندوستان پښتانه -
|
00011953 ۲ 9٧
|
بهوپال په اتلسمه پېړۍ -٣
|
هغې یوه خدمتګاره چې کور به یې جارو کولو رانغله زینت بېګم له
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.