text
stringlengths 0
136
|
---|
هغې خپله مور زینت بېګم وه. خو د پښتنو په ټبر کې ځینو خلکو
|
اوس هم د نذرمحمد وصیت ته د شک په سترګه کتل د خپلې
|
ماشومې لور د سرپرستې په توګه د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې
|
خپلو خپلوانو او انګرېزانو دواړو ته دا جوته شوه چې دا د دې مهمې
|
دندې لپاره وړ او قابله ده
|
هغه له امیرمحمدخان او د هغه له پلویانو نه هم په اندېښنه کې وه
|
چې په دې انتظار وو چې کله به سکندر بېګم ځوانېږي او کله به منير
|
د نوابۍ په ګدۍ کښېني
|
په بهوپال کې اوس په څرګنده پښتانه په دوو ډلو وېشل شوي وو
|
او دواړو د یوه بل په فعالیتونو داسې نظر ساتلی ولکه يو باز زچې
|
يې په خپل ښکار ساتي.
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
د قدسیې بېګم واکمني
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
0001653 ١6
|
-۰- د قدسیې بېګم واکمني
|
د یوې مسلماني او په تېره بیا پښتنې ښځې لپاره د نولسمې پېړۍ
|
په پیل کې واکمن کېدل اسانه کار نه و هغه هم په د اسې حالاتو کې
|
چې په کور دننه او د باندې ورته د مخالفانو ډلې ناستې وې قدسيه
|
بېګم د د پردې او ستر ساتلو سره د بهوپال چارې پر مخ بېولې او په
|
دې انتظام کې د هغې مرسته هم هغو امیرانو ١ و مشاورينو کوله چې د
|
ښځې مشري ورته عیب نه ښکار بده په دې مشاورينو کې پوه او
|
مسلکي خلک شامل وو چې درې تنه په کې مهم وو راجه هشونت
|
رای. بهادر محمدخان «بخشي بهادر او شهزاد مسيح رفرانسوي
|
نزاد.
|
د شهزاد مسيح د کورنۍ کیسه ډېره په زړه پورې ده. "په ۱۷۴۰م
|
کې چې د ایران نادرشاه افشار په ډیلي حمله وکړه او دا یې ويجا ړکړ.
|
نو په دې وخت کې د مغولو له دربار نه یوې فرانسوي کورنۍ لومړی
|
ګواليار او وروسته بهوپال ته پناه يو وړه. ددې کورنۍ مشر
|
سیلواډور بوربن نومېده. په بهوپال کې دې کورنۍ ماموله بايي ته
|
ځان ورسولو چې د دوست محمدخان د لمسي فیض محمدخان کونډه
|
وه. ماموله بايي بوربن ته مځکې ورکړې او کله کله به یې د حکومتي
|
کارونو لپاره ترې مشورې اخيستې. سیلواډور يو ډېر ځیرک او پوه
|
انسان و او تر ډېرې مودې یې د بهوپال د نوابې کورنۍ خدمت کاوه.
|
دی وزیر محمد خان ته هم نژدې و او په بهوپال کې ده د عنایت مسیح
|
په نوم شهرت لرلو
|
د بهوپال د محاصرې په وخت دی له خپل زوی بالتازار. چې د
|
شهزاده مسیح په نوم پېژندل کېدو. یو ځای د نذرمحمد خان په پوځ
|
کې د مرهټه وو پر ضد جنګېده
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
د قدسیې بېګم واکمني ۱۰
|
کله چې قد سیه بېګم د خپلې لور لپاره د نوابۍ دعوا وکړه نو له
|
پېرنګيانو سره د خبرو اترو لپاره به شهزاد مسيح د هغې د استازي په
|
توګه ورتلو. د قد سیې بېګم د نوابۍ په لانجه کې شهزاد مسیح
|
بالتازار د هغې په ملاتړ ودرېد او له انګرېزانو سره د خبرو اترو
|
لپاره د بهوپال د نوابۍ په استازيتوب ورتلو قد سیې بېګم پر ده
|
لوی باور درلود. همدا و چې د پښتنو تر منځ داسې ګنګوسې راپورته
|
شهزاد مسيح يو لوستی پوځي و او په انتظامي معاملو کې یې
|
ساری نه لرلو. هغه اردو او فارسي ژبې روانې ویلې او د فطرت په
|
نامه یې شاعري کوله يو فرانسوی لیکوال او هند ته سفر کوونکی
|
ویتولادي ګولېش پخپل کتاب "د هند نوابي سلطنتونه" کې لیکي
|
کله چې '"قدسیې بېګم د بهوپال نوابي ترلاسه کړه. نو دا او شهزاد
|
مسیح یوه بل ته د مینانو په څېر نږدې شول."
|
په دې وخت کې د بوربن کورنۍ دومره قوي شوه چې نيم بهوپال یې
|
په لاس کې و او که دوی انګرېزانو ته غرٍ کړی وای کېدای شي هغوی
|
ورته د بهوپال نوابي ورکړې وای. خو شهزاد مسيح داسې ونه کړل او
|
قد سیه بېګم په امر یې د ډیلي له يوې انګریزې نجلۍ ازابېلاسټون
|
سره واده وکړ. قد سیې بېګم د شهزاد مسیح مېرمنې ته "د سرکار
|
دلهن" خطاب ورکړ او په بهوپال کې د جهانګیر آباد په سیمه کې يوه
|
کېتولیک کلیسا. هدیره او یو ښوونځی د دې په نامه ونومول شول.
|
په دې سیمه کې د يوه پخواني کور کنډوالې اوس هم شته دي چې
|
ورته د '"سرکار دلهن حوېلي"' وايي.
|
قد سیه بېګم د بهوپال د چارو. حکومتي کارونو او له انګرېزانو
|
سره د معاملو سره سره پخپله کورن ۍکې دننه له مخالفتونو سره
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
۵۳۲- .هلاتو بېگم واکمنۍی
|
مخامخ وه هغې د ماشوم منیر محمد پالنه هم کوله چې خپل لوی
|
مخالف یانې د ځپل لېوره امیر محمد په مقابله کې يې ترې برمته
|
نېولۍ و
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.