text
stringlengths
0
136
منیر محمد او د قدسیې بېګم لور سکندر بېګم د هغې تر سیوري
لاندي لويېدل امیرمحمد به انګرېزانو ته دا خبره یادوله چې د تخت
اصلي وارث دده زوی منیر دی او پکار ده چې دی دې واکمن اعلان
شي. منیر چې زلموټی شو. نو دی هم د پلار او د کورنۍ د نورو سړیو
فکر ته اوښتی و. دا خبره به تل گېده چې د ښځو واکمني غېر اسلامي
کار دی
قدسیې د وخت واګې په خپل لاس کې نیولې وې. د امیر محمد د
اغېز کمولو لپاره یې له انګرېزانو نه یوه بله خبره هم په سند لیکلې
واخيسته. هغه دا چې د مغیر | و سکندر بېګم تر نکاح وروسته او په
دې حالت کې چې که د هغې لور ځپل مېږه ته نوابي پرېښوده نو امير
محمد به ۵ بهوپال په حکومتي چارو کې د مداځلې هېڅ حق نه لري.
خو بل لوري ته به هغې له امیرمحمد خان سره ښه اړیکي ساتل هغه
ته به یې ويل
"ته زما له انتظام نه دومره بد ګومانه یې چې د دوو ماشومانو په
واده دې زور راوړی دی. دوی تر اوسه ځانونه نشي سنبالولی نو ملک
به څنګه سنبال کړي. لر نور انتظار وباسه."
خو امیر محمد خان به په دې نه قانع کېده. . بهوپال غوندې
/ ښېرازې مځکې واک يې د خپلې ورېندارې په لاس کې نه شوی
زغملای اخر ده د خپل اوښي اسد سره د قدسیې بېګم له واکه د لرې
کولو يو سازش جوړ کړ. دوی د اورکزيو ځینې غړي او د روهیله
پښتنو ایله جاریان له ځان سره مله کړل او د قدسیې د وژلو لپاره يې
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00065١ 661٨
د قدسیې بېګم واکمني ‎٣‏
‏له یوه پټ مرکز نه د حملې پلان جوړ کړ. په دې سازش کې منیر محمد
هم شامل و خو قدسیې بېګم تر دوی زيات قوي استخبارات لرل د
دوی پوځ هغه مرکز محاصره کړ چې مخالفو يې مورچې پکې نیولې
وې په بهوپال کې کورنۍ جګړه پيل شوه دواړو غاړو تر څلورو
ورځو پر یوه بل ډزې کولې او اخر د بهوپال پوځ ددې سازش ځاتمه
وکړه یو څو کسان په کې ووژل شول کشران یې ونیول او منیر محمد
يې لاس تړلی قدسیې بېګم ته حاضر کړو. منیر د هغې په پښو پرېوتو
او معافي يې وغوښته. قدسیې بېګم دی وبښلو . خو امیرمحمد او
اسد يې له درباره منع کړل دا دیوې ښځې هغه انصاف و چې د خپل
سر دښمنان یې ژوندي پرېښودل. انګرېزانو له دې جنګه وروسته د
قدسیې بېګم د ساتنې لپاره د خپل پوځ يوه ډله هغې ته ور واستوله
قدسیه بېګم اوس پوه شوې وه چې ددې مخالفان به کله هم دا ارام
ته نه پرېږدي په ۱۸۲۷م کال کې چې سکندر بېګم اوس هم د ‎۱٠‏
‏کالو وه قدسیې بېګم دا خبره اعلان کړه چې منیر ناځوانه دی د يوې
مسلمانې ښځې له خوا ددې خبرې ډنډوره کول ډېر عجیبه کار و. منیر
د هغې تر سيوري لاندې لوی شویو او په نوابې کورنۍ کې به
نرښځي «هیجړاګان خدمتګاران وو. : :
دوی به د هلکانو او جینکو دواړو د ځوانۍ او پېغلتوب له
عادتونو خبر وو او قدسیې چې دا خبره وکړه نو مانا يې دا شوه چې
منیر محمد به اولاد نشي زېږولی. امیر محمد ددې خبرې په اورېدو
سره د ځپل کشر زوی جهانګیر لاس وروړاندې کړ. انګرېزانو هم دې
خبرې ته غاړه کېښوده او قدسیې ته دړرې کاله نوره موده پاتې شوه.
چې جهانګیر د نوابۍ لپاره وروزي. ځکه دی له منیر نه هم درې کاله
کشر و. په ‎۱۸٨۰‏ کې د انګرېزانواستازی لانس لوټ وېلیکنسن
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
۴۰ ام در سن سفن واکمني
وټاکل شو. دی ‎١١‏ کاله په بهوپال کې پاتي و او په دې ټوله موده کې
يې د قدسیې د واک مخالفت کاوه د هغه نقادان وایې چې ده ته به د
امیرمحمد خان د ډلې له خوا ډالۍ ورکول کېدې. دی به له هغوی سره
په ښکار تلو. خو د هغه پلويان په دې نظر دي چې ده له انګرېزانو د
هغه تړون درناوی غوښت چې قد سیې ورسره کړی و او هغه د واک
انتقال و. جهانګیر په دې وخت کې د ۱۵ کالو و خو د قدسیې ځواب
داو . چې ترڅو جهانګیر د د ‎٩١‏ یا ‎٠٢‏ کالو نت نشي دا به ورله سکندر په
نکاح کې ورنه کړي په ‎۱۸۳١‏ م کال کې قدسیې بورقه وغورزوله په
دې کار هغې خپلې لور سکندر ته هم لاره هواروله ځکه هغې دا تجربه
کړې وه. چې د پردې شا ته حکومت کول ګران کار دی يو کال
وروسته قدسیې انګرېز ګورنر جنرل ته ليک ور واستولو او تر ‎٠١‏
‏نورو کلونو پورې د خپل واک غزېدل وغوښتل چې تر څو جهانګیر او
سکندر د حکومت په کارونو پوه شي. انګرېزانو دا خبره رد کړه او
سمدلاسه یې غوښتنه وکړه چې د جهانګیر او سکندر رنکاح دې وشي
قد سیه په دې خبره په قهر وه خو هېڅ يې نشو کولای جهانګیر
اوس د ‎٠٢‏ کالو و او سکندر بېګم د ‎٨١‏ کالو وه. هغې د اس د
سپرلۍ. د نېزې. تورې او غشي د ويشتلو تر څنګ د قرآن تعليم او د
فارسي او پښتو ژبې زده کړې وې خو په وجود کې تکړه او زړوره وه
تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د هغې له جهانګیر سره مینه پيدا شو
وه. .خو قد سیه بېګم بيا هم د لور په واده کې ز زړه نازړه وه 8
امیرمحمد بياتور رې ته لاس واچاوه او د جنګ خطر پيدا شو نو
قد سیه رضا شوه.
قدسیې بیګم نژدې ‎٨١‏ کاله د خپلې لور او د زوم د سرپرستې په
توګه د بهوپال واک په لاس کې لرلو د هغې شخصیت د بهوپال د
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
6666 0 090165
د قدسیې بېګم واکمني ‎-۵٥۵۰-‏
‏راتلونکيو واکمنانو لپاره يوه بېبلګه وه. ددې په حکومت کې د
بهوپال اقتصاد په خپلو پښو ودرېدو. دې د خپل شخصي خرڅ لپاره
له خزانې څخه يوه پيسه نه اخيستله کالي پتري يې نه کول. په
طبعیت کې ډېره ساده | و له غروره خلاصه ښځه وه خو په ودونو کې