text
stringlengths 0
136
|
---|
سکندر بېګم د ټولو خلکو په وړاندې ویلکینسن ته پر مخ يوه
|
څپېړه ورکړه او په قهر یې ورته وویل
|
ِ1," ویلکینسن صېب ته نه یې خبر چې يوې پردۍ مسلمانې ښځې ته
|
لاس ور ړل د هغې سپکاوی وي.'' : :
|
امیر محمدخان او د هغه د ډلې له خوا اوس دا سازشونه کېدل چې
|
څرنګه سکندر بېګم له مېنځه یوسي. ځکه له قانوني پلوه دا نوابه وه
|
او سره له دې چې جهانګیر په نامه د بهوپال نواب و. خو عامو خلکو
|
اوس ن هم د قدسیې بېګم او د د هغې د لور سکندر بېګم درناوی کاوه. د
|
جهانګیر له لارې امیرمحمد خپله غوښتل چې واکمن شي. اخر يې
|
خپل زوی دومره ولمساوه. چې خپله مېرمن ووژني دده د واده درې
|
کاله شوي وو. سکندر بېګم اوس حامله وه او په څو ورځو کې دننه
|
يې ماشوم کېده. دا به د شپې خپله کوټه کې يوازې ویدېده جهانګیر
|
به د خپل عېش و نوش له محفلونو د شپې ناوخته ورتلو.
|
یوه شپه سکندر ر بېګم د هرې ورځې په شان په خپل کې کټ ملاسته
|
وه هغې بهر د اس د راتلو غْرٍ واورېدو. خوشاله شوه چې جهانګیر نن
|
شپه د وخته کوټې ته ورروان و د پښو ښکالو یې تر غوږو کېده. .خو
|
هغې د لوی کټ له پردو نه اندا زه لګوله. راتلونکی د د برنډې پر پونړو
|
د ختلو پروخت د برنډې پر څنډو ب بلېدونکي ر روغني څراغونه هم یو
|
یو مړه کړل نابیره سکندر بېګم پوه شوه چې د خاوند په جامه کې یې
|
اجل راروان دۍ هغې د چپرکټ له پردو کتل چې د هغې ځاوند
|
جهانګیر توره په لاس کوټې ته ورننوتو. دا ساه نیولې ملاسته وه
|
مرګ ترېنه څو ګامه لرې و په دې وخت کې هغې ځان په څادر کې
|
تاور راتاو کړ او یو غټ بالښت ېې په ځان کېښود جهانګیرد تورې یو
|
زورور ګوزار وکړو او د هغې په تېره څوکه يې په ګوته د تودو وینو
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
د قدسیې بې بېګم واکمني -۵۹۰-
|
احساس وکړو نو پوه شو چې د هغه اندازه سمه وه ښځې له د تورې
|
يو ګوزار کافي وي سمدلاسه يې پښې سپکې کړې او له کوټې
|
ووتلو بهر پيرادارن حیرانه وو چې جهانګیر نن شپه بېرته په اس
|
کښېناستو او په تلوار له ماڼۍ ووتلو خو ورسره د سکندر بېګم
|
چیغې يې واورېدې او چې دوی دننه ورمنډې کړې نو ګوري چې د
|
سکندربېګم کټ په وینو لړلۍ دی
|
د تورې ګوزار نیم په بالښت او نيم د سکندربېګم په مړوند او ملا
|
شوی و. هغې د ملهم پټۍ امر وکړ او چې سپېدې چاودېدې نو د
|
خپلو ساتندويانو په بدرګه د خپلې مور قدسیې بېګم پر لوري اسلام
|
نګر ته روانه شوه
|
په بهوپال کې ډېر ژر دا خبر خپور شو چې جهانګیر د شپې د خپلې
|
مېرمن ۵ وز ژلو هڅه کړې وه په دې پېښې سره د عام ولس له سکندر
|
بېګم او قدسیې سره نور هم زړه سوی پيدا شو
|
د امیر محمد او غوث محمد د کورنۍ تر منځ هغه معمولي رسمي
|
اړیکي چې پاتې وو په دې کړنې او عمل سره هغه هم له مېنځه ولاړل
|
اوس په جار دښمني پیل شوه
|
په اسلام نګر کې د بختي بهادر. محمدځان اود سپې نور
|
وفاداره اميران د مور او لور دواړو تر څنګ ود رېدل له حملې دو
|
میاشتې وروسته د سکند بییګم لور وزېږېدله او نوم يې شاه ټیان
|
بېګم ورباندې کېښود
|
اوس بهوپال عملا په دوو برخو وېشل شوی و مور او لور په اسلام
|
نګر او جهانګير له بهوپاله حکومت کاوه قد سیه بېګم يو وارې بيا
|
فعالعه شوه او انګریزانو ته یې داسې پېغامونه ورلېږل چې د هغې پر
|
لور له وژونکي بريد وروسته جهانګیر د واکمنۍ حق بایللی دی او
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011653 ۲ 9٧
|
انځورونه
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
څلور
|
0001965 ۲ 9۷
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
انځورونه
|
000193 ۲ 99٨
|
14 د قدسیې بېګم واکمني
|
بايد چې سکندر بېګم د بهوپال واکمنه اعلان کړل شي خو د
|
انګرېزانو استازي هم هغسې د جهانګیر ملاتړ کاوه. د وخت په
|
تېرېدو سره د بهوپال وضعه په خرابېدو شوه د قدسیې هغه
|
کارکوونکي چې د خلکو د ستونزو حلولو ته به تيار وو اوس د
|
جهانګير خپلو خپلوانو په پيسو اخيستي وو. کله چې خزانه په
|
تشېدو شوه نو ویلکینسن په دې وخت کې جهانګیر ته خبرداری
|
ورکړ چې خپل چلن دې سم کړي
|
انګراېزانو د قدسیې بېګم غوښتنې ته ځواب ورکاوه چې په بهوپال
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.