text
stringlengths 0
136
|
---|
00019653 6
|
-٧۷۴- د سکندر بېګم واکمني
|
په ٧٢ جولای. ۱۸۴۷ کې د بهوپال په يوه ځانګړي رابلل شوي
|
دربار کې د انګرېزانو استازي جې- ډي کنینګم د خپل حکومت له
|
خوا اعلان وکړ چې سکندر ر بېګم به د بهوپال د نوابۍ سرپرسته او د
|
خپلې نهه کلنې لور شاهجهان له خوا واکمنه وي. په دې اعلان سره د
|
هغې د ١٢ کالو د نوابۍ دوره پیل شوه. لومړیو دیارلسو کالو کې دا
|
د خپلې لور شاهجهان سرپرسته وه او وروسته اته کاله یې خپله واک
|
سم ې
|
سکندر بېګم اوس د ۷ کالو وه دا په وجود او شخصیت کې د
|
خپلې مور قد سیې بېګم په څېر وه. د خپلې مور غوندې يې د ژوند
|
ښې شېبې په کورنيو سازشونو. جنګونو او ځان ساتلو کې تېرې
|
شوې وې. له وړوکوالي نه پوهېده چې پر اوږٍو به یې دروند پېټی
|
اېښودل کېږٍي. دې په ماشوموالې کې د اس سپرلي. د تورې او نېزې
|
وهل او د غشي ویشتلو تربيه اخېستې وه. د خپلې مور قدسیې بېګم
|
په نوابۍ کې دې د پوځي ډلګيو مشري کوله او پوځي مهماتو کې به
|
پخپله هم شریکه وه دا هم د خپلې مور په شان د عقيدې ټینګه
|
مسلمانه وه. خو پرده به یې نه کوله. په بهوپال کې دننه به یې مخ نه
|
پټاو. خو کله چې به په سفر تله نو د ورېښمو سپینه بورقه به يې
|
اغوستله. او د هغې له پاسه به یې د مرغلرو تاج هم اېښودلو. دې ډېر
|
ساده ژوند تېرولو. خو په رسمي مراسمو او دربار کې لکه د نارینه
|
نوابانو غوندې په دبدبه اورعب کښېناستله له خپلو درباريانو سره
|
به یې په سخته لهجه خبرې کولې او هېچا ددې په حضور کې سترګې
|
نشوې اوچتولی
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00065١ 661٨
|
د سکندر بېګم واکمني 0
|
د سکندر بېګم لومړی مهم کار دا و. چې هغې د بهوپال د پوځ
|
کنډکونه رسمي کړل. له دې وړاندې به د اورکزیو د کورنۍ ځانانو د
|
خپلو ډلګیو مشري کوله او نظم به په کې نه و
|
سکندر بېګم په لومړي ځل د پوځيانو د معاش سيسټم معرفي کړ
|
د دوی لپاره یې بارکونه جوړکړل د سپرو او د پلي لښکر ډلګۍ یې
|
بېلې کړې او يوه منظمه توپخانه يې بر ابره کړه. د سرکاري وسلو د
|
ثبت او ساتنې لپاره یې بېل وسله تون جوړکړ. هغې په خپله د پوځي
|
رسم ګزشت پرېډ) معاینه کوله ددې دويم کار رداو . چې د بهوپال
|
مځکې یې کچ کړې بهوپال یې په دريو اننظامي برخو وويشلو چې
|
هرې برخې کې يوويشت ولسوالۍ وې. د هرې ولسوالۍ حدونه یې
|
وټاکل او په لومړي ځل د بهوپال په سرحدونو د نښې ستنې ودرول
|
شوې.
|
د هرې يوې ولسوالۍ يو ولسوال يا ناظم او عامل وټاکل شو او
|
دوی ته به معاش ورکول کېده. د مالیې راټولو لپاره یې ۵۰ سپاره او
|
۰ پلي افسران وټاکل. د خپلې نوابۍ په لومړي ی وکال کې دننه هغې
|
د بهوپال ۳۰ لکه روپۍ پور پرې کړ. چې زياتره پیسې ددې خاوندد
|
خپلو خرڅونو لپاره اخیستې وې.
|
دې د لومړي ځل لپاره د پولیس نظام هم جوړکړ. چې لرې پرتې
|
سیمې به يې اداره کولې. ددې برسېره يې د ګمرک «محصول او
|
استخباراتو څانګې رامنځ ته کړې چې دې ته به يې د مځکو د
|
حاصلاتو او د عامو خلکو د مشکلاتو خبرونه راوړل دعدلیې نوی
|
سیسټم يې معرفي کړ. . چې په کې قاضیان او وکیلان يې له بهوپاله
|
بهر له نورو سیمو راوغوښتل ددې هدف دا و چې خلکو سره انصاف
|
وشي. د عدالت او قاضي د فیصلې پر ضد د اپيل حق هم خلکو ته
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
9۷ ۲ ۲ 0001963
|
د
|
سک رګم واکمني
|
ورکړی شو. قوانين يې داسې جورکړل چې د هندو او مسلمان د
|
دواړو خیال په کې ساتل کېده.
|
د سکندر بېګم په نوابۍ کې په بهوپال کې د لومړي ځل لپاره خپله
|
سیکه جوړه شوه او د ډاک «پوست نظام معارفي کړی شو چې له
|
بهوپاله بهر يې هم دفترونه لرل دې د لومړي ځل لپاره د محاسبې
|
مشر وټاکلو. چې د ټولو ادارو حساب کتاب وګوري او د فساد او
|
رشوت مخه ونیول شي. د هغې اصلاحات په دریو څانګو کې شوي
|
وو سیاست. تعلیم او حکومت.
|
په بهوپال کې لومړۍ ولسي جرګه یا مجلس ددې په وخت کې جوړ
|
شو چې د یوه ټاکلي پارلمان دنده یې پر مخ بیوله. په دې پارلمان کې
|
بېلا بېلو مذهبونو او د سیمو خلک چې پکې سپین ږیرې. تعلیم
|
یافته. بې تعليمه مذهبي| و مسلکي هر ډول کسان شامل وو دې
|
شورا به قوانین جوړول او پر ستونزو به یې ازاد بحث کاوه. چې هغه
|
وخت یو ډېر پر مختللی ګام و. دغې شورا د بیان د | زادۍ قانون جوړ
|
کړ او په ډېرو رايو سره ومنل شو.دې شورا له ۱۸۴۷ نه تر ۱۸۲۴
|
پورې ۱۳۴ قوانین جوړ کړي وو.
|
د تعليم په ډګر کې يې نه یوازې د هلکانو او نجونو ښوونځي جوړ
|
کړل. بلکې له یمن او سعودي عربستان نه يې استاذان او عالمان
|
راوبللء چې د نواب کورنۍ ښځو او سړیو ته به يې د قرآن او حدیث
|
درس ورکاوه. د استاذانو د هستوګنې لپاره وړیا ځایونه جوړشول او
|
له دې پرته ورته مځکې او نغدې پیسې هم ورکول کېدې. د سکندر
|
بېګم په امیرانو کې یو تن مولوي جمال الدين نوميده چې د هغې د
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.