text
stringlengths
0
136
پخوا دوه ښځي او له هغوی څخه يې اولادونه لرل
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
‎٣‏ بد که سه واکمني
‏هم په دې ورځ باقي د سپینو زرو په یوه طشت کې سکندربېګم ته د
ويښتو رنګولو بوتل. مصنوعي غاښونه او عینکې ورواستولې دا
ددې خبرې نښه وه چې دی زوړ او شاهجهان ځوانه وه خو په سکندر
يې هېڅ اتر ونه کړ هغې لا پخوا دا فیصله کړې وه. باقي ته یې ډېر په
سختۍ وول چې کله د انګرېزانو هوکړه درضایت ورته راشي نو
سمدستي به واده وي.
‏سکندر ر او قد سیې ولې دا فیصله کړې وه" ؟ دوی نه غوښتل چې د
جهانګیر په شان يو وارې بيا په خاندان کې تربګني پيدا شي د
خپلې کورنۍ په خلکو دوی دواړو اعتماد نه کاوه. بهرني د دوی
لپاره د منلو وړ نه وو.د دوی يو داسې کس په کار و چې بهوپال ته
وفاداره او بې غرضه کس وي. انګرېزانو په دې هېڅ اعتراض ونه کړ.
هغوی د سکندر او قدسیې د کورنۍ تاریخچې نه خبر وو دوی د
شاهجهان په تخت د کښېناستو لپاره ‎١٢‏ کاله عمر وټاکلو. د
شاهجهان بېګم او باقتي محمدخان په ۱۸۵۵ کې واده وشو او په دې
موقع باقي محمد ته د امراولدوله خطاب ورکړی شو. ددې سربېره
هغه ته په بهوپال کې د توپو د سلامي. لوی جاګیر. يو فیل او د
پالکي اعزازونه هم ورکړی شؤل.
‏رپالکی هغه ډولۍ ده چې نوابان به په کې له یوځايه بل ځای ته تلل
او څلورو مزدورانو به اوچتوله»
‏سردار باقي محمد د اورکزيو ميشتي خل وو. دده کورنۍ د
دوست محمد او په تېره بيا وزیر ځېلو ته ډېر خدمت کړی و. دی په
هډ مضبوط او ټینګ سړی و. سهار به يې درې ساعته ورزش کاوه
بیا به یې شپږٍ سېره شیدې څښلې. په یوه لاس به یې د اوبو هغه ارهټ
چلولو چې دوو غويانو چلاوه. وايي ده يو ځل يوه غرڅه په دواړو
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
د سکندر بېګم واکمنی - ‎-۷٧‏
‏لاسونو په هوا کې اوچت کړ چې څلورو کسانو نشو اوچتولی له
شاهجهان بېګم سره د ده واده د اطمینان هغه ګړۍ وه چې دواړو
قدسیې او سکندر ر بېګم له ډېرې مودې غوښته. خو په دې وخت کې
له بهوپاله لرې په ډیلي او ځینو نورو ځایونو کې د انګرېزانو پرضد
د خپلواکۍ یو پاڅون پیل شوی و
په ۱۸۵۷ کې د انګرېزانو خلاف یو پاڅون وشو . چې د هند خلک
يې د خپلواکۍ جنګ و انګرېزان یې غدر یا بغاوت بولي. د دې پيل
د ځینو هغو پوځيانو په بارکونو کې وشو چې د انګرېزانو چاوڼۍ په
کې وې
په دې وخت کې سکندر بېګم چې د انګرېزانو ملاتړ يې لاره. خپلو
پوځيانو ته یې معاشونه زیات کړل او دوی ته یې امر وکړ چې د نور
سیمو د خلکو یا د پوځيانو په لمسون دې غوږونه ږدي. خو په بهوپال
کې دریو ډلو په دې پاڅون د انګرېزانو پر ضد تورې راپورته کړې د
يوې ډلې مشري فاضل محمد کوله. چې د دوست محمد کړوسی و او
غوښتل یې چې په دې پاڅون کې سکندربېګم له واکه لرې کړي دويم
هغه پوځيان وو چې د انګرېزانو پرضد وو او د دوی مشري ولي شاه
او مهاوير په نامه دوو اففسرانو کوله. په دوی کې هندوان او
مسلمانان دواړه شامل وو دوی خپل ځینې اۀ فسران هم په دې ځايونو
کې وو ژل درېیمه ډله مذهبي عالمان وو چې ددې پاڅون پر وخت یې
فتواګانې ور رکولې او د انګرېزانو پر ضد جنګ يې جھاد د ګڼلو او د
مغول پاچا بهادرشاه ظفر تر بېرغ لاندې يې د راټولېدو غږ کاوه. د
پوځيانو بغاوت پنځه میاشتې جاري و اخر دوی چاوڼۍ ونیوله او
شاهي ماڼۍ يې چارچاپېره محاصره کړه او غوښتنه یې وکړه چې
سکندر بېګم دې دوی ته وسپار رل شي. هغې خپل زوم امراولدوله
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 6
۲۰ د مکندر بېګم واکمني
راوباله او غوښتنه یې ترې وکړه چې له پوځ سره دې خبرې وکړي او د
حل لاره دې راوباسي. په دويمه ورځ د پوځ غوښتنه ومنل شوه د دوی
معاشونه یې زیات کړل او سمدستي خطر لرې شو
عجيبه خبره دا وه چې د پاڅون په لومړيو ورځو کې قدسیې بېګم
خپله هم د هغه ياغي پوځيانو ملاتړ کاوه چې د انګرېزانو پر ضد
راپاڅېدلي وو او هغوی ته يې شخصي پیسې هم ورواستولې کله
چې سکندر ر خبره شوه نو خپلې مور ته يې يو سخت ليک
ورواستولواو د بهوپال لپاره په راتلونکې کې يې د دې عمل د نتیجو
خبرداری ورکړ قدسیې بېګم په دې خبره له بغاوته لاس واخیست
سکندر ر بېګم پوهېده چې که دا پاڅون کامیابه شي ن نو د دوی واک به
هم له مېنځه ولاړ شي بهوپال به نه د علماوو. نه پوځيانو او نه هم د
فاضل محمد لاس ته ورشي بلکې دا به د دوی د ځواکمنو ګاونډیو
مرهټو لاس ته ولوېږي! و یا به په کې انارشي او ګډوډي جوړه شي
باقي محمد ورو ورو په سبهور کې پوځيان بېرته خپل لاس ته کړل
هغه وخت له ده سره د پښتنو هغه ډلې ملې شوې چې د اوسني صوبه
سرحد نه یې راوستي وو. اخوا په ډیلي کې هم د مغولو پاڅون ناکامه
شوىیو. انګرېزانو اوس د هند ټول سلطنت په لاس کې لاره د
بهوپال باغيان هم تیت و پرک شول. فاضل محمد ونیول شو او غرغره
یې کړ
د بهوپال سرکا ري سندونه ښيي چې په دې ټول پاڅون کې ۱۴۹
ياغيان ووژل شول. د پاڅون کوونکيو دعوا دا وه چې د دوی ۳۵۷