text
stringlengths
0
136
سکندر بېګم د اوسېدو لپاره چې کوم کور ټاکل شوی و کله چې دا
هغه ته ور روانه شوه. نو ورته خبر ورکړل شو چې د مصر يو شهزاده
راروان دی نو ځکه دا په هغه ځای کې نشي ايسارېدای سکندربیګم
خپل ځان ته د استوګنې بل بندوبست وکړ وروسته معلومه شوه چې
د مصر شهزاده هېڅ رانغی
له جدې نه مکې ته سفر هم له خطره ډک و له کار روان سره د عثماني
سلطنت يو استازی سليمان بېګ او د مکې د شریف ورور مله وو.
چې ورسره عرب او ترک محافظان وو او د کاروان بدرګه يې کوله
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011653 6
‎-۷٧ ۰‏ د سکندر بېګم واکمني
سکندر بېګم سره په خپله د بهوپال ساتندویان هم وو. په دې سیمه
کې د بهوپال د واکمنانو د شتمنۍ او سخاوت کيس ې لا پخوا
مشهورې وې. په تېره بيا قد سیه بېګم چې د خپل ګاډي نه به يې
روپۍ بهر ته غورځولې او ددې په نتیجه کې به سوالګر هم پر د دوی
راټول شول. ددغسې خیرات په کولو سره سکندر بېګم څو ځلې خپله
مور وترټله. خو هغې به نه منل د عربستان د دښتو بدو قبایلو ته هم د
دوی د شتمنۍ خبرونه رسېدلي وو او څو وارې په دې قافله حمله
وشوه خو څه خاص تاوان یې ونه کړ
‏یوه شپه د قدسیې بېګم اوښ ځينو بدوګانو په مخه کړو او نژدې دا
تښتول شوې وه چې ددې په شور زوږ د بهوپال محافظانو ورپسې
خپل اسونه وزغلول او د یوې لنډې جګړې وروسته يې دا وژغورله
مکې ته په رسېدو د شریف لخوا د هرکلي په توګه د بهوپال حاجيانو
ته پنځوس ډوله خواړه د ورځې درې ځلې ورواستول شول. سکندر او
قدسیې دواړو دا ډوډۍ ونه خوړه په عربي نړۍ کې د چا ډوډۍ نه
خوړل د هغه سپکاوی ګڼل کېږي. د مکې د والي غوږ ته دا خبره
‏ورسېده او په دويمه ورځً شل ترک پوځيان د د سکندر ربېګم د کور
پخلنځي ته ورننوتل او لوښي لرګي يې ورمات کړل مولوي جمال
الدین یې ووهلو او ګواښ یې وکړ چې دوی به هغه چا ته سزا ورکوي
چې د شریف يا د والي سپکاوی وکړي. سکندر بېګم په دې پېښه
خپل کوربه ته د احتجاج يو ليک ورواستاوه چې په کې يې لیکلي
ووا هغې د یوه مسلمان سلطنت د واکمنۍ او د یوې مسلمانې ښځې
په توګه چې حج ته راغلې د ده. د دا. سې چلند تمه نه لرله. شریف د
روغې جوړې لپار هبياد د پنځوسو خوړو خوا نچې ور رو استولې او
سکندر ر بېګم زړه نازړه دا ډوډۍ په خپله هم وخوړا له او د خپلې ډلې په
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه تت
00065١ 61٨
د سکندرپېګم واکمني ‎٧‏
‏نورو کسانو يې هم وخوړله خو ورسره يې دا خبره هم په خپلو
یا داښتونو کې لیکلې چې ډوډۍ خوندوره نه وه او یخه وه
په دې کارسره د دواړو ډلو ترمنځ روغه وشوه. . شریف هغې ته بلنه
ورکړه چې د ده په ماڼۍ کې د ده د کورنۍ له ښځو سره وویني
سکندر بېګم هم داسې وکړل| و د دې لیدنې حال یې ټکي په ټکي
لیکلی دی.
د هغې له يادښتونو معلومېږي چې په عربستان کې د هغې يوه خبره
هېڅ خوښه نشوه هغه دا چې ښځې يو مېړه پرېږدي او بل کوي د یوې
ښځې چې به له خاونده زړه تور شو نو والي ته به یې خواست وکړ. چې
دا خلع اخلي والي به دا ومنل. ښځې به يو بل واده وکړ. داسې به
یوې ښځې درې څلور او ان پنځه مېړونه کړي او پرې اېښي وو. پر یوه
بله خبره چې د هغې اعتراض و هغه په خپله د د خانه کعبه او د مکې د
ښار بده انتظاميه وه ښار له ګداګرو او له‌هغو خلکو ډک و چې د هند
هلوي وچو رغلي وو. په دوی کې معیوب . شل شوټ. غله او
سې کسان شامل وو چې په خپلو ملکونو کې يې ځای نه لرلو
سکندر بېګم د حج اداکولو وروسته بېرته بهوپال ته ورسېده .دې
ټول سفر یوولس میاشتې واخیستې او د دې په غېرموجودګي کې د
دې لور شاه جهان بېګم د بهوپال چارې پر مخ بېولې
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00 23 ۷
- ۸- : د سکندر بېګم واکمني
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
شاه جهان بېګم
-- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‎۸۰٠‏ شاه جهان بېګم
‏دا د ۱۸۵۴ کال و او په بهوپال کې د سکندر بېګم له خوا د
عالمانو او د دیني استادانو ډېر هرکلی کېده د هندوستان له ګوټ