text
stringlengths
0
136
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
شاه جهان بېګم ‎-۸٣۰‏
‏خدمت کې لټولې خو شاه جهان رومانټیک طبعیت درلود. صدیق
حسن په داسې وخت کې ورسره مخ شو چې دې ته يوه جذباتي اډانه
په کار وه بل وا صدیق حسن لپاره شاه جهان يوه داسې مرغۍ وه
چې په خپله دده لومې ته ورداخله شوه سکندربېګم پر ځای د ددې چې
د شاه جهان بېګم د واده غم يې کړی وای د بهوپال سياست او ددې د
راتلونکې په اړه یې فکرونه کول
سکندر ر بېګم په دې هم ښه پوهېده که د هغې لور ښه واکمنه نه شوه
نو لمسۍ به یې بې واکه شي د دوست محمد په کورنۍ کې د هغې
ورېرونو او نورو ځوانانو اوس هم د بهوپال واکمني غوښتله او تل به
يې سازشونه کول. د دوی د خطر د مخنيوي لپاره سکندر بېګم له
خاندانه بهر په یوسفزیو او پېروزځېلو کې د یوه مناسب هلک لټون
پیل کړی و او په دې لړ کې هغې د لوهاري د سردارجلال خان کورنۍ
ته خپل یو وزیر ورواستاوه. دا هغه کورنۍ وه چې دوست محمد په
کې پناه اخيستې وه. په ۱۸۲۲م کې د اګرې په دربار کې له ګډون
وروسته سکندربېګم د اورکزیو ځينې ځوانان اګرې ته راوبلل چې په
خپله یې وویني په دوی کې یوه کونډه محمدي بېګم له خپل ‎٧١‏ کلن
زوی احمد علي خان سره ورغله. د احمد علي ښې تربيې پر
سکندربېګم اغېز وکړو. '
محمدي بېګم له خپلو دوو اولادونو احمد علي او چندا بي بي سره
بهوپال ته کډه وکړه د هغې په کورنۍ کې داسې څوک سړی نه و چې
د هغې واکمنۍ ته یې خطر رامنځ ته کړی وای
له اګرې نه بېرته د راتلو سره سکندربېګم ناروغه شوه او دوه کاله
وروسته د ۵۰ کلونو په عمر کې مړه شوه دا تر٢١‏ کالو پورې د
بهوپال نوابه وه :
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
ی٢‏ لات
۸۴- شاه جهان بېګم
ددې د ميتي اوولس ورځي وروسته په ۸٨۱۸م‏ کال کې شاهجهان
بېګم په دويم ځل د بهوپال نوابه اعلان شوه په دې وخت کې دا
اعلان هم وشو چې لس کلنه سلطان جهان بېګم به ددې ځای ناستې
وي. شاهجهان د ‎۳٣‏ کالو وه. د د دې خبرې امکان و که هغې دويم واده
وکړو او زوی يې وشو نو د انګرېز او د اسلامي قانون تر مې به د
هغې ځای ناستی وي خو سکند ربېګم له مرګ وړاندې له انګرېزانو
دا ژمنه اخيستې وه چې د د هغې لمسۍ به راتلونکې حکمرانه وي
دویمه دا چې سکندربېګم غوښتل چې د بهوپال واک دې په اورکزیو
کې پاتې وي. همدا وجه وه چې هغې د سلطان جهان لپاره یو اورکزی
پښتون غوره کړی و.
کله چې شاهجهان نوابه شوه نو هغې صدیق حسن ځپل مشر منشي
اعلان کړ او په دې توګه به دوی دواړو يو بل سره لیدل. شاهجهان
اوس ده ته د صدیق حسن پر ځای د صدیق حسن ځان نوم اخيستو.
مانا يې دا وه چې دی د یوه پښتون په توګه وروښايي اوس د هغې پر
سرد سکند ربېګم غوندې مور هم نه وه چې ددې کړه وړه وڅاري. دا
څرګنده وه چې د شاهجهان بېګم له صدیق حسن سره مینه وه او خپله
صدیق حسن د هغې احساسات او ذهن دواړه په لاس کې نیولي وو.
د خپلې نوابۍ په لومړیو څلورو کالو کې شاه جهان د حکومت په
کارونو کې ښه په لېوالتیا برخه اخیسته د مالیو انتظام یې ښه کړ. 2
پولیس او پوسټې سيسټم يې ښه پر مخ يو وړ. د سپرو پوځيانو
معاش يې زيات کړ. په خپله به د بهوپال لرې پرتو سیمو ته ورتله او د
خلکو له حاله به يې ځان خبراوه ددې په حکومت کې د بهوپال ځاوره
کچ شوه او سرشمېرنه یې وکړه. چې له دې حسابه هلته ۰٠ااوه‏
لکه څلور ويشت زره خلک اوسېدل او داپه داسې حال کې وه چې
بهوپال . د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
شاه جهان بېګم ‎-۸٨۵٨۵۰.‏
‏هلته د څو کلونو سوکړې وچکالي او يووارې د طاعون وبا ډېر
خلک مړه کړي او بې شمېره نورو له دې ځایه کډې کړې وې
د وچکالۍ له کبله د مځکې حاصل کم شوی و همدا وجه وه چې په
بهوپال کې د اپیمو کر ته اجازه ورکړل شوه. خو ورو ورو ددې نوابۍ
کلتور هم په بدلېدو شو شاه جهان په خپله شاعره وه. آرټ. ادبيات
او موسیقي يې خوښېدله. هغه دربار چې يوازې عالمان او مذهبي
خلک ورته راتلل اوس د شاعرانو. لیکوالو. انځورګرو او
سندرغاړو تګ راتګ په کې زیات شو. شاه جهان به ورله د دوی په
تخلیق انعامونه او مځکې ورکولې
د شاه جهان لور د لسو کالو د وړوکي عمر نه خپله روزنامچه ليکله.
او یو ځای لیکي چې د نیا «سکندربېگم) د مړینې نه وروسته چې یې
له خپلې مور سره ژوند پیل کړ. نو ددې ورځنی مهال وبش چې پخوا
ټاکل شوی و اوس نيمايي ته راولوېد.
د سکندربېګم په وخت کې دسلطان جهان لپاره دا مهالوېش ټاکل شوى و:
سهار له پنځو نه تر شپږو بجو- -ازاده هوا کې ورزش
اتو نه تر لسو بجو -- - د قران زده کړه
دولس نه تريوې بجې-- -- خطاطي اولیکنه