text
stringlengths
0
136
شا ته حکومت کاوه او د خلکو مخې ته به نه ر راتله تر واده له مڅه چې
صدیق حسن څه ډول ژوند کاوه له واده ور روسته ورته هر څه عیب
ښکاره کېدل د پوښتنې وړ و. شاه جهان بېګم په دې کار له عملی پلوه
د بهوپال واک صدیق حسن ته وسپارلو او د کوم واک اختيار لپاره
چې د هغې مور او نیا نیمه پېړۍ وړاندې مبارزه کړې وه هغه يې له
لاسه ورکړ د صديژ ق حسن په لمسون شاه جهان له خپلې نيا قد سیه
پیګم سر هم اختلاف پېدا کړ. تر دې حده چې هغه به یې خپل کور نه
نه رابلله او کله چې د سلطان جهان واده و نو هغې ته يې اجازه
ورنکړه چې خپلې لمسۍ ته سوغات راوړي
تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د بهوپال اورکزي پښتانه د صدیق
حسن له غروره او د هغه له فیصلو په عذاب وو. خو د هغه د
موجودیت تر ټولو لوی ګوزار د سلطان جهان په ژوند و چې له مور
سره یې اړیکي د ورځې په تېرېدو سره خرابېدل :
پرپرر
هوپال ‏ د هندوستان پښتاته تت
00011953 ۲ 9٧
اووم څپ ر کی
مور و لور او سیاست
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
‎7000060000٨ ٣-٢"‏ او سیاست
‏د ۱۸۷۱م کال د بهوپال خلکو د س-لطان جهان د نشرح د
جشن په توګه ياد وساتلو خو دا کال د شاه جهان د دويم واده
کال هم و
‏سلطان جهان په لومړي ځل د صدیق حسن له منفي شخصیت سره
مخامخ شوه دا له وړوکوالي راهيسې د جلال اباد يوه اورکزي
احمدعلي ته ناسته وه او هغه يې د خپل ژوند ملګری منلی و له ده
سره يې د ځوانۍ مینه هم پيدا شوې وه خو اوس صدیق حسن د هغې
د پلندر په رول کې ورباندې فشار راوړو چې دا کوژدنه دې ځتمه
کړي او دده له زوی نورالحسن سره دې واده وکړي چې د لومړۍ
مېرمنې نه یې و. شاه جهان به د صد یق هره خبره منله او په دې معامله
کې يې هم څه اعتراض ونه کړ خو سلطان جهان سکوټ انکار وکړ
هغې د احمد علي نه علاوه بل هېڅوک نه غوښتل
‏شا ه جهان انګرېزانو ته وليکل چې دوی څه مشوره ورکوي. هغوی
هېڅ اعتراض ونه کړ. بيا دې له خپلو سرداران او نورو امیرانو سره
مشوره وکړه دوی هم په دې واده ورسره رضا شو. ځو صدیق حسن د
دو واده تر یوه کاله پورې وځنډاوه په دويم ګام کې ده احمد علي له
شاهي ماڼۍ نه وشړلو او دی له خپلې مور سره په یوه بل سرکاري کور
کې مېشت شو. ده هڅه کوله چې د احمدعلي کمزوري پيدا کړي يا
دی مجبور کړي چې ورته نافرماني وکړي ځو احمد علي هوښیار
ځوان و. پدې پوهېدو چې يوه معمولي خبره به د واده د ختمېدو
سوب وګرځی. اخر په ۱۸۷۵ م کال کې احمد علي د احتشام الملک
او د سلطان الدوله له القتابو سره سلطان جهان په ډولۍ کې خپل
کورته بوتله :
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - :
6666 0 090165
مورو لور او سیاست - و
کله چې شاه جهان بېګم د پردې شاته پټه شوه نو په رسمي دربارونو
کې يې د بهوپال د توایي په توګه له ګډون نه ډډه کوله اود عذر په
توګه یې انګرېزانو ته وليکل چې ددې استازيتوب به یې مېړه صدیق
حسن کوي
د انګرېزانو له خوا په ۱۸۵۷م کې د خپلواکۍ د پاڅون له
بریاليتوب وروسته په بېلا بېلو صوبو کې د دربار رابلل کېده دې
دربارونو که یوې خوا ته نوابانو او راجه ګانو ته موقع ورکوله چې له
یوه بل سره وويني نو بل خوا به انګرېزانو د دوی د سیمو په باب
اورېدل چې دوی نوې تګلاره څنګه پلې کوي. په دوديزه توګه نوابانو
او راجه ګانو د د عېش او ارام ژوند کولو او په دې دربار کې به دوی
خپل نوکران او خدمتګار ران هم ځان سره وړل. د د استوګنې لپار هبه
دوی خېمې لګولې او لکه د يوې لویې مېلې غوندې حالت به جوړ
شو په رسمي غونډو کې به د هر چا ځای معلوم و. د راجه ګانو او
نوابانو ځای ناستي به هم په کې شاملېدل او د دوی ځای به معلوم و
د دوی د مېرمنو ځای به تل د غونډو په وروستیو ليکو کې و. په
۷م کال کې انګرېزانو شاه جهان ته د يو اعزاز ورکولو اعلان
وکړ. نو هغې د صدیق حسن نوم وړاندې کړ. چې د هغې پر ځای به دی
دا اعزاز ترلاسه کړي خو انګرېزان په دې پوهېدل چې صدیق د واک
ترلاسه کولو په لاره روان دی. دوی انکار وکړ او ورته یې وويل چې
په خپله به دربار او نورو سرکاري سفرونو ته ورځي
له واده وروسته سلطان جهان په شپږٍو کلونو کې پنځه ماشومان
وزېږٍول. لومړۍ لور يې بلقیس جهان نومېده. له دې وروسته په
٧٢م‏ کې ددې زوی محمد نصرالله خان وزېږید . چې د څلورو
واکمنو ښځو نه پس لومړی هلک و. ورپسې عبيدالله ځان او يوه بله
8چ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00/165۷ ٢. ۶٨.
‏لو لور‎ 0 03 -٢٩
او سیاست
لور آصف جهان پيدا شوه. څوارلس کاله وروسته ددې زوی حمیدالله