text
stringlengths
0
136
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -
00065١ 661
مورو لور او سیاست ۵۰-
مراسمو کې د مشرې په توګه پاتې وي. خو د حکومت چارې به د مشر
وزیر په لاس کې وي. دوی عبدالطیف ځان چې د باقي محمدخان زوی
و پر دې ځای وټاکلو. خو د شاه جهان بېګم لپاره دا د منلو وړ خبره نه
وه هغې د خپلې کورنۍ پښتانه نه غوښتل او اخر عبدالطیف خان
څلور میاشتې ور روسته له خپلې عهدې استعفا ورکړه
انګرېزان په دې خپه وو . خو شاهجهان بېګم ورته وويل چې دا د
یوه هندوستاني امر ته سر نشي ټیټولای. نو ښه به دا وي چې مشر
وزیر دې یو انګرېز وټاکل شي. کله چې انګرېزانو دې ته غاړه کېښوده
نو دې سمدستي د کرنل بروک نوم وړاندې کړ. دی په کلکته کې
اوسېده او له صدیق حسن سره يې نژدې اړيکي وو. ګریفين پر دې
پښه کېښوده او نه یې غوښتل چې صدیق حسن بيا نفوذ ومومي.
بالاخره د کرنل وارډ په نوم یو تن مشر وزیر وټاکل شو. دی هغه وخت
په شمله کې و او کله چې دی د خپلې دندې لپاره ونومول شو نو له
بهوپاله د شاه جهان بېګم له خوا يو استازی ورته ولاړو او له ده يې
وپوښتل چې ایا مېرمن وارډ به ګاڼې په سوغات کې ومني ‎٢‏
‏دې خبره ټکان وخوړو او سمدلاسه یې انکار وکړ دی پوه شو چې په
بهوپال کې یو څه لوبه روانه ده. د وارډ په راتګ د صدیق حسن زور
مات شو هغه له سلطان جهان بېګم سره زړه سوی لاره او که څه هم د
شاه جهان بېګم دی نه خوښېده چې هغه تګلاره ومني خو د انګرېز
وزیر لپاره هغې خپله ویلي و هغې داسې احساس کاوه چې ددې هر
څه تر شا یې د لور سلطان جهان لاس دی
صدیق حسن د شاه جهان بېګم د خاوند کېدو له کبله د انګرېزانو له
خوا له سختې سزا پاتې شو. ګریفين ځپل حکومت ته ویلي وو چې دی
دې تورو اوبو ته واستول شي خو وایسرای یې مرستې ته راغلی و
-- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‏مورو لور او سیاست‎ -٣٩ -
په دې وخت شاه جهان بېګم ځان ته بېله ماڼۍ جوړه کړې وه چې تاج
محل نومېده. او ډېر ژر له صدیق حسن سره دې ماڼۍ ته کډه شوه له
دې سره د شاه جهان لمسۍ بللقیس بېګم هم وه چې د هغه وخت د
ډېرو مسلمانو کورنیو له دود سره سم خپلې نیا لویوله بلقیس اوس د
‎٢‏ کالو وه او په دې خبرونو وارخطا شوه چې شاه جهان بېګم د
صدیق کشر زوی علي حسن چې هغه وخت نولس کلن و د واده لپاره
بلقیس ورته کښېنوي او ډېر ژر یې د کوژدنې اعلان کېدونکی و
په دې ورځو شپو کې بلقیس ډېره سخته ناروغه شوه او په نوابې
کورنۍ کې داسې ګنګوسې شوې چې د صدیق حسن کورنۍ ورباندې
څه ټوټکې «کوډې» کړې دي. تر څو میاشتو د هغې علاج کېدو چې بیا
وروسته یو څه روغه شوه نو د خپلې مور لیدو ته ورغله. سلطان جهان
د خپلې لور په ژېړ مخ او کمزري بدن ډېره وځورېده او هغه یې په خپل
کور ر کې ايساره کړه ه. شاه جهان په دې کار نا راضه شوه او په پيل کې
بلقیس هم خپه وه. خو وروسته د خپلې مور په احساساتو پوه شوه
اوسر به هغه هره ورځ د نيا لیدو ته له یوې ماڼۍ نه بلې ته ورتله دې
سره د هغې ناروغي بیرته را اوګرځېده . د بلقيس د د ژوند هیله چې
ختمه شوه نو یوه ورځ سلطان جهان د ځپلې مور ماڼۍ ته ورغله له
هغې يې بښنه وغوښتله او ورته یې وویل
د بلقیس لیدو ته دې راشي. خو شاه جهان دومره مروره وه چې د
هغې خبره یې ونه منله. خو څو ورځې وروسته دولس کلنه بلقس مړه
شوه. د مور او لور تر منځ د روغې جوړې يو بل ور وتړل شو. شاه
جهان تر پنځو کلونو پورې هڅه کوله چې د صدیق حسن په اړه د
انګرېزانو مخالفه رويه واړوي او هغه ته خپل امتيازات او القابات
بیرته ورواخلي هغې د يوې پتمنې مېرمنې په شان له انګرېزانو سره
بهویال ‏ د هندوستان پښتانه - - - - مت
00065١ 661٨
-٧۷٩ ‏مورو لور او سیاست‎
‏د خپل خاوند په دفاع کې خبرې اترې کولې د پېرنګيانو استازي بدل‎
‏رابدل شول او دوی په دې غور کاوه چې صدیق حسن ته خپل‎
‏امتيازات بېرته ورکړي. چې هغه وخت د تور ژېړي «یرقان» په‎
‏کې دا څرګنده شوه چې دی د مرګ‎ ٨۸٨١ ‏ناروغۍ اخته شوی و. په‎
‏غاړې ته نژدې دی انګرېزانو خپل ډاکټر ورواستاوه خو د هغه کټ ته‎
‏لا پخوا لس حکيمان او یو هندو جوتشي ولاړ وو څو ورځې وروسته‎
‏صدیق حسن مړ شو خو شاه جهان بېګم بيا هم هڅه کوله چې د هغه له‎
‏نامه تهمت لرې کړي انګرېزان پردې رضا شول او له مرګه وروسته‎
‏یې صدیق حسن ته د نواب خطاب بېرته وروباښه‎
‏پرته له دې چې څوک د صدیق حسن د اغېزو په رڼا کې د شاه جهان‎
: ‏قضاوت وکړي . د هغې د د دورې کارونه به په نظر کې ونيسو‎
‏بهوپال کې د اورګاډي د راوستو پلان د سکندر ربېګم په ژوند کې پیل‎
‏شوۍ و او د پیسو د کمي له کبله څو کاله ډېر ورو کار پرې روان و‎
‏قدسیې بېګم له خپلو شخصي پیسو ورته بودجه «بجټ برابره کړه. د‎
‏دوی دواړو په ژوند کې د اورګاډي راتګ ونشو خو اخر په ۱۸۸۴ م‎
‏کال کې لومړی اورګاډی بهوپال ته ورداځل شو شاه جهان بېګم په‎
‏برتانیا کې د ووکنګ په سیمه کې لومړی جومات جوړ کړ. چې په‎
‏اروپا کې هغه وخت د عبادت لپاره لومړی جومات ګڼل کېږي. له دې‎
‏نه پرته یې په بهوپال کې تاج المساجد جوړ کړ . چې د هندوستان تر‎
‏کاله وه چې په دې کې هغې د‎ ۳٣ ‏ټولو لوی جومات و ددې دوره‎
‏فنون. علم او د مذهب لپاره ډېر کارونه وکړل د ښځو د تعلیم لپاره‎
‏يې ادارې جوړې کړې. د روغتیا لپار ه کلینیکونه او د مساپرو لپاره‎
‏يې سرا ایونه جوړ کړل. هغه هنرمندان چې خلکو به ورته په سپکه‎
‏سترګه کتل عزت يې ورله ورکړ او د دوی د استوګنې لپاره يې‎