text
stringlengths
0
136
سلطان جهان بېګم ‎٢‏
‏او محنت نه خبر شو . نو يې پوره ملاتړ ورسره وکړ هغې خپلو دوو
زلمیو زامنو نصرالله او عبيدالله ته هم کارونه سپارلي وو او وړوکی
اته کلن زوی حمیدالله به یې هم له ځان سره ګرځاوه
د سلطان جهان خاوند احمد علی ته د سلطان الدوله خطاب ورکری
شوی و او کله چې دا نوابه شوه. نو د خاوند د کورنۍ خلک یې. چې
له جلال اباده ورغلي وو په نوابۍ کې د خپلو ګټو لپاره په راټولېدو
بوخت شول. د احمدعلي ځور چې چندابي نومېده د هغې اوه پېغلې
او ښایيسته لوڼې وې په دوی کې دوه قيصر جهان او شهريار
جهان د نوابې د دوو زامنو لپاره کښېنول شوې. د واده تيارۍ پيل
شوې او هم په دې ورځو ‎١١۰١,‏ کې احمدعلي د زړه د حملې له امله
و : :
د سلطان جهان لپاره دا یو لوی ټکان و. ځکه احمد علي ددې لپار :
یوه لويه تکيه وه او له ماشوموالې نه یې ور رسره مینه درلوده
د دوار ړو زامنو ودونه يې وځنډول ځو د څلوېښتۍ وروسته يې
ودونه وکړل او زامن یې له خپلو مېرمنو سره بېلو کورونو کې مېشته
شول.
په ‎۱٠۰١‏ م کال کې له دې ټولو بحرانونو تر راوتلو وروسته سلطان
جهان په ډیلي د ربار کې د ګډون لپار ره په لومړي ځل په اورګاډي کې
سفر وکړ له‌هغې سره ۱۴۲ کسان مله وو هغې لا پخوا ۴۲۲ کسان
ِِ د ځای او کیږدیو لټولو لپاره ډیلي ته استولي وو
سلطان جهان د خپلو دوو مشرانو زامنو د تعليم لپاره هم هغسې
دوديزه طريقه کارولې وه. دوی د اس د سپرلۍ. د تورې اوغشي
ويشتلو تربيه واخيسته عربي. فارسي او انګرېزي يې زده کړه د
قران او حديث تعليم یې وکړ
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
5 ٩٢»
‎۳۲٠‏ ن جهان بيګم
‏نصرالله چې مشری زوی يې و له ښکار او موټر سره يې ډېر شوق
لرلو د مور سترګې هم ده ته وې چې د دی د څلورو نسلونو نه وروسته
د نوابۍ لومړی هلک و
‏عبيدالله د ‎٢١‏ کلونو په عمر کې د قرآن حافظ شو. ده له جنګي
فنونو سره شوق لاره او سلطان جهان راهڅاوه چې د بهوپال پوځي
خدمتونو کې ورداځل شي
‏په ۱۹۰۳م کال کې سلطان جهان له ځپلو دريو زامنو سره حج ته
ولاړه په دې سفر کې هغه د مدینې او مکې په لاره کې څو واري د
کل وو قبيلو له خوا له خطر سره مخامخ شوه ددې پ پر قافلې حملې
وشوې خو د پنځو میاشتو د سفر نه وروسته بېرته بهوپال ته
راوګرځېده. هغې د خپل حج کیسه په یوه کتاب کې وليکله
‏د سلطان جهان د دوو زامنو ودونه د جلال اباد د اورکزیو کورنۍ
کې شوي وو او ډېر ژر رته دا جوته شوې وه چې هغوی د بهوپال په
حکومتي کارونو کې خپلې اغېزې زیاتې کړې وې سلطان جهان ځان
له يوازې پاتې وه د هغې نګیندو غوښتل چې خپله وړه ځور هم
حمیدالله ته واده کړي خو د سلطان جهان دا نه وه خوښه هغې د خپلې
خسرګنۍ له اغېزو ځان خلاصول غوښتل. دې کتل چې دواړو مشرانو
زامنوته يې د خوشامدګرو او بوټپاکو درباريانو ډلې چاپېره وې
هغې نه غوښتل چې ‎١١‏ کلن حميد الله هم دې کندې ته ولوېږي. اوس
د شلمې پېړۍ پیل شوی و او په هند کې د انګریزي تعليم او سیاسي
شعور په راټوکېدو و
‏سلطان جهان بېګم حميد الله لپاره په ټول هند کې د یوه مناسب
ښوونځي په لټه کې وه اخر يې فیصله وکړه چې دی به د بهوپال په
الېګزانډرا ښوونځي کې سبق وايي. دا ښوونځی څو کاله مخکې دې
‏بهوپال . د هندوستان پښتانه ---- -
00011953 ۲ 9٧
سلطان جهان بېګم ‎۸۰۳٣۰‏
‏په خپله جوړکړی و. له دې ښوونځي وروسته حميد الله د علي ګړ
پوهنتون ته د سبق لپاره ولاړ او اخرله د ‎٠٠٢‏ کالو د بهوپال د نوابې
کورنۍ لومړی غړی د عصري تعليم لپاره له بهوپاله ووتلو. د
حمېد الله د واده لپاره هغې د اورکزيو نه پرته نجلۍغوښته او خپل
يوه با اعتماده استاز زي کندهاري خان ته يې دا دنده وسپا رله چې
پېښور ته ورشی او د يوه ښه پښتانه کور نجلۍ د حمبدالله لپاره
غوره کړي دی مردان. بنو او کوهاټ پورې ولاړ
په پېښور کې دی د شاه شجاع د کورنۍ يو ټبر سره مخامخ شو
هلته یې د پنځو کالو یوه نجلۍ ولیده چې د یوه نل لاندې يې لامبل
دا نجلۍ مېمونه سلطان نومېده. د درانی خاندان د شهزاده خېل ټبر
دا نجلۍ د کندهاري خان خوښه شوه او سمدستي يې سلطان جهان ته
خبر ورواستولو.
هغې هم وخت ضایع نه کړ او د یوولس کلن حمیدالله او د
پنځه کلنې مېمونې د واده لپاره يې خپل مشر زوی عبيدالله او د
ورواستول. :
د میمونه سلطان ټولې کورنۍ له دې سره بهوپال ته کډه وکړه لکه
چې د سلطان جهان سره د احمد علي د کوژدنې پر وخت شوي وو. د
درانيانو له راتګ سره په بهوپال کې يو ځل بيا د پښتنو د دودونه
راتازه شول.
بهوپال ته په راتلو د مېمونې د تعلیم او روزنې لپاره پلان جوړ شو
د عربي. | ردو او فارسي د زد د کړو سره سره هغې ته د د اس سپرلۍ. د
ټوپک چلولو. او د ستن تار او د ډوډۍ پخولو چل وروښودل شو د
انګرېزي ژبې د زده کړې لپاره هغې ته يوه مېرمنه د اوليور په نوم