text
stringlengths
0
136
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
‎٣۰‏ اا هان بېګم
وټاکل شوه. د پيانو او وایلن غرولو پرته هغې فرانسوي ژبه هم زده
کړه
‏سلطان جهان د مېمونې په روزنه کې ډېره فعاله وه او په دې خوشاله
وه چې د د خپل زوی لپاره یې یوه ښکلې ښځه تېاروله مېمونه سلطان
هندي او لویدیز دواړه کلتورونه خپل کړل.
‏د لومړي ځل لپاره د بهوپال د شاهي کورنۍ يوې غړې له انګرېزانو
او اروپایانو سره د هغوی په ژبه ښه په اعتماد خبرې کولای شوې
‏د خپل حکومت په لومړیو لسو کلونو کې سلطان جهان پر هر شي
خپله ټاپه لګوله. دا له برتانويانو سره نژدې وه اود هغوی په مشوره
يې د پولیس. بندي ځانو. د اوبه ځور او قضایي محکمو کې
اصلاحات راوستل هغه په خپلو يادښتونو کې لیکي: :
‏"زما خپل کارونه د ورځې اتلس ساعتونو ته غزېدلي وو. د سهار له
اوو بجو د شپې تر دولس بجو ماته په دربار کې د ولسواليو. د تاڼو
افسران او جاګیرداران مستجر موافع دار راځي. چې دوی سره زه د
شاوخوا سیمې په اړه خبرې کوم.
‏لس بجې زه ناشته خورم. له هغې وروسته زه هغه ټول درخواستونه
ولولم چې له تبرې ورځې نه راپاتې وي. دا چې وشي نو بيا د مالیې
وزیر راځي او د مالیې کاغذونه راښيي او موړ د پيسو جاج اخلو. دا
کاغذونه د هغه د مشورې او تصویب او د رايو په رڼا کې جوړ شوي
وي او زما د وروستۍ فیصلې لپاره راوړل کېږي وروسته هغه لیکي
چې دوه بجې دیوان ټهاکر پرشاد د مځکو کاغذونه زما په موجودګۍ
کې مستجارانو ته ورکوي. تر شپږو دا کار روان وي. شيخ محمد
حسن او منشي اسرارحسن خان د تېرو مالیو د راټولولو کاغذونه
راوړي.'"
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -
00065١ 661٨
‏سلطان جهان بېګم له‎
‏سلطان جهان د شپې اته بجې ډوډۍ خوري او له هغې وروسته د‎
‏شپې تر یولسو بجو ان تر نیمې شپې لیکونه ولولي ځوابونه ورته‎
‏ورکوي. د طاعون دخپرېدو د مخنيوي لپاره کارونه ووېشي او داسې‎
نور
سلطان جهان مشاورتي مجلس يو واري بيا رامنځته کړو او د
ښاروالۍ انتخاب يې وکړو. د ساري ناروغیو د مخنيوي لپاره یې
عامو خلکو ته د ستنو وهلو او د مفتو داروګانو د وېشلو انتظام وکړ
هغې په لومړي ځل په بندي ځانه کې له بندیانو نه د کار اخیستلو
لپاره د لاسي توکو د جوړولو . اوبدلو او د بوڼلو تربیې تگلاره جوړه
کړه
په خپل ورځني ژوند کې هغه ډېره مذهبي ښځه وه. پرده به یې کوله
او ان مېمونه سلطان ته به يې هم په پرده کې د اوسېدو غږ کاوه. خو د
سرکاري کارونو لپاره به یې له سړو سره لیدل. انګرېز مېرمنو ته دا
لارښوونه وه چې د سلطان جهان د لیدو لپاره ورځي. نو خپلې مټې به
بربنډې نه ساتي. یوه بریتانوي مېرمنه ګریس تهامس سیټون چې په
‎٧‏ کې بهوپال ته تللی و په خپله سفرنامه کې ليکي:
"اوسنۍ بیګم د جینکو لپاره ښوونځی. د ښځو يو روغتون او د
لاسي کارونو یو پوهنځی پرانستي دي. دا هر څه په پرده کې کېږي
محترمې نوابې چې هر څه په وس کې وي او اسلامي قانون ورته
‏اجازه ورکوي د ښځو لپاره یې کوي."
‏"نواب سلطان جهان بېګم د شپږو کتابونو یوه باصلاحیته لیکواله
ده دا د انجینبرۍ. موسیقي. پخلي او د ستنې د کار پوره علم لري.
او د علي ګړ پوهنتون ریسه «چانسلره ده" :
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
‎-٠۰٧‏ 7 رصان جهان بېګم
‏وروسته نوابې سره د چای د څښلو لپاره چې ورځي نو د سلطان
جهان په اړه لیکي
‏"ددې د واورې په شان سپین ويښته و لباس يې يو د کمېبټن؛
لرونکی کمیس او ورېښمین پرتوګ وو او نسواري کشمیری شال یې
پر اوږٍو لکه د ساړۍ تاوکړی و نه د دې پر سر تاج و. نه ورېښمینه
چپنه او نه هم ځلېدونکي کالي پتري. خو وقار او دروند شخصیت
ددې له مهربانو سترګو څرګند و. داسې سترګې چې هم يې غم ليدلۍ
و اوهم يې بریاليتوب ترلاسه کړی و
‎٢ 002005‏ جلالت مب په انګرېزي هم خبرې کولای شي
خو ماسره یې خپله ژبه اردو کې خبرې کولې. په دې ژبه کې یې لیکنې
هم کړې دي په دوی کې يو د دې د مور او نیا او یو د دې د خپل ژوند
لیک دی نور کتابونه یې د یوې مسلمانې کورنۍ او د پردې په دفاع
‏مېرمن ګریس وروسته بيا د سلطان جهان د دریو لمسیو ذکر کوي
چې د خپلې نيا د سلام او تعظیم وروسته يې ترې د لوبو اجازه
واخيسته د مېمونه سلطان په اړه وایی دا به د درويشتو کالو وي او
ډېره نرۍ او ښايسته وه ددې کړه وړه شاهانه وو او خوشاله
معلومېده. دا په سخته پرده کې له خپلې خواښې سره د شاهي ماڼۍ
په نورو خونو کې ژوند کوي