text
stringlengths 0
136
|
---|
د هغې دربار ته به د یورپ امیران هم ورتلل. په ۱٧١٩۷١ کې هغې ته
|
د هند د امپراتورۍ لوی اعزاز ورکړل شو. په اګره کې د يوه دربار پر
|
وخت هغه د افغانستان له امیرشېرعلي ځان سره هم مخامخ شوه او
|
ورسره یې په پښتو او فارسي کې خبرې وکړې
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
0٥065١0
|
سلطان جهان بېګم -۰١۷
|
په دې ورځو کې هغې د حمیدالله پر شخصي مځکه ځان ته يوه
|
ماڼۍ د احمدآباد په نوم جوړه کړه هغه په دې وېرېده چې که مړه شوه
|
نو د نواب سرکاري کور صدر منزل به د جلال آباد پښتانه ترې نه
|
واخلي.
|
سلطان جهان چې څه وخت حج ته تله. نو په لار رې په سمندري بېړۍ
|
کې يې د خپل انګرېز ډاکټر له مېرمنې انځورګري زده کړه. له دې
|
وروسته چې,به سلطان جهان هر وخت موقع وموندله نو ځان به یې په
|
دې کار بوخت ساتلو.
|
په ١۰٠۱م کال د بريتانیا شهزاده ,ځای ناستیۍ چې بيا وروسته د
|
پنځم جورج په نوم پاچا شو . هند ته ورغی او په بېلا بېلو دربارونو
|
کې سلطان جهان ده او دده مېرمنې شهزادګۍ مېري سره ولیدل
|
په دې کال په بهوپال کې یوه جرګه او قانون جوړونکې اسمبلي جوړه
|
شوه چې د خلکو د استازيتوب په برخه کې د پرمختگ یو بل ګام و.
|
په ۱٩١٢م کال کې جورج پنځُم د خپل پلار له مړینې وروسته د
|
برتانيا پاچا شو او د هغه د تاجپوشۍ په مراسمو کې سلطان جهان تم
|
هم بلنه ورکړل شوې وه. هغې په ځواب کې انګرېزانو ته ولیکل چې دا
|
په بورقه کې په دې مراسمو کې ګډون کوي سلطان جهان يوازې
|
بریتانيا ته نه بلکې د نورو اروپايي ملکونو تر څنګ فلسطین.
|
ترکيې او مصر د ليدو لپاره هم پلان جوړکړ. د هغې دويم زوی
|
عبيدالله د زړه په ناروغۍ اخته و او دې غوښتل که په اروپا کې یې
|
علاج ممکنه وي. .نو کېدای شي چې جوړ شي. هغې نصرالله په
|
بهوپال کې د خپل ځای ناستي په توګه پرېښود. عبيدالله د هغه
|
مېرمن. حميدالله او وړه مېمونه چې د یولس کلونو وه په دې سفر کې
|
له سلطان جهان سره مله وو.
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
6 0001965
|
انځورونه یوولس
|
۳-7
|
نواب سلطان جهان د خپلې لمسۍ عابده سلطان سره
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00019653
|
دولس انځورونه
|
لومړۍ مسلمانه پيلوټه عابده سلطان
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
٧011٩ ٢ 5 ار جهان بیګم
|
په ممبۍ کې دوی په بېړۍ کې سپاره شول او په سویز کانال کې په
|
عدن کې ايسار شول دلته د بېلجیم پاچا او ملکه هم ورسره مله شول
|
دوی اټالیې او بیا د فرانسې مارسیلز «مارساۍ ته ورسېدل. د اروپا
|
خبریالان په بندر کې راټول وو . چې غوښتل يې د هند د یوې ملکې په
|
اړه راپورونه ولیکي او عکسونه یې واخلي. خو سلطان جهان له بېړۍ
|
بهر ګام نه پورته کاوه. اخر پولیس ټول خلک له هغه ځايه لرې کړل او
|
دوی یې اورګاډي ته ورسول. د فرانسې حکومت دا خصوصي ګاډی
|
دوی ته ور اخیستی و. دوی پاریس ته ورسېدل
|
ددې سفر ټول حال يوولس کلنې مېمونې لیکلی دی یوځای دا
|
لیکي چې د دوی د هوټل په غسل ځانه کې دوې نلکې وې. يوه د
|
تودو اوبو بله د سړو اوبو لپاره. یوه لویه ستونزه د حلالو ځوړو وه. د
|
پاریس د مېجیسټیک هوټل په پخلنځي کې يوه پرده ودرول شوې وه
|
او د سلطان جهان اشپز په کې دوی ته حلال خواړه پخول. دوی هلته
|
پنځلس ورځې ايسار وو او میمونه لیکي چې په هوټل کې د ټولو
|
لپاره دوی لس زره روپۍ ورکړې عبيدالله د علاج لپاره جرمني ته
|
واستول شو او سلطان جهان رودبار انګلستان 27:٥1 نه په
|
تېرېدو لندن ته ورسېدله. له دې ځايه ٨١ میله لرې د رېډ هيل نومي
|
ځای په پېټیسن کورټ نومي کور کې يې کډه واړوله
|
تر تاجپوشۍ وړاندې دوی په لندن کې ښه وګرځېدل. په
|
مېلمستیاوو کې يې ګډون وکړ او اخر يې د مراسمو ورځ رانږدې
|
شوه. نو دوی د بکینګهم ماڼۍ سره جوخت يوه هوټل ته راکډه شول
|
هغې خپل دواړه زامن او وزيران له ځانه سره بوتلل. خو خپلې
|
نګیندې يې په رېډ هيل هوټل کې پرېښودې
|
بهوپال د هندوستان پښتانه ِ ووو
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.