text
stringlengths
0
136
په ‎٢١٩١‏ کې مېمونه سلطان او حمیدالله د ښځې او مېړه په توګه
ګډ ژوند پیل کړ او د دولس کلو په عمر کې مېمونه د یوې ماشومې
مور شوه. چې عابده سلطان ونومول شوه وروسته دا ماشومه د
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9۷
‎-١٩١١ -‏ سلطان جهان بېګم
بهوپال د وروستۍ وارثې په توګه د ګوهر تاج په نوم د دې نوابۍ بې
واکه واکمنه شوه ‎١‏ :
‏د سلطان جهان مشر زوی به زياتره وخت په خپلو مځکو او ښکار
بوخت و. ده د نوابۍ شوق نه لرلو. خو عبيد الله په ډاګه د مور مخالفت
پیل کړ او خپلو ورېرونو «دنصرالله زامنۍ او کشر ورورحميدالله ته به
په قهر و. سلطان جهان د خپل زوی د مخالفت تر شا د جلال اباد د
پښتنو لاس لیدو. د عبيدالله او نصرالله مېرمنې خويندې وې او دوی
به ځان ډېر متمدن او له نورو اوچت ګڼلو دوی به د خپلې یور مېمونه
سلطان په کړو وړو او د هغې په ژبه اعتراض کولو. مېمونې به تل له
پېښوره خپل خپلوان بهوپال ته وربلل. په دوی کې به ډېرو خپله جامه
اغوستله چې ګېډی پرتوګ او لوی چیندار کمیس و
‏جلال آبادي مېرمنو به د دوی په لیدو ملنډې وهلې او دوی ته به یې
ګهاګرا پلټن «د ګګرو اغوستونکې ډله» ویله
‏د هند په مسلمانانو کې یو دود دی چې کله يو ماشوم د څلورکالو
څلور میاشتو او څلورو ورځو شي. نو د ده لپاره د "بسم الله'' مراسم
ترسره کوي. ماشوم ته ښکلې جامې اغوستل کېږي او خپل خپلوان
ورته راغواړي. بيا هغه څوک چې ماشوم ته د قرآن د لوست د نده
ورکړی شوې وي. له ماشوم سره کښېني او د بسم الله الرحمن الرحیم
په ولو سره ديني زده کړې پیل شي. په دې موقع ماشوم ته په خوله
کې خواړه ورکول کېږي او نژدې خپلوان ورته تحفې او پیسې هم
ورکوي
‏د بهوپال وروستۍ وارثه عابده سلطان په خپل کتاب کې ليکي
"په ١٩۱۹م‏ کال کې د جنوري پر لومړۍ نېټه زما د بسم الله مراسم
‏د۶۴۴
‏وسو
‏بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
سلطان جهان بېګم - ‎-٢١١‏
عابده سلطان د خپلې نیا سلطان جهان په کور کې لويه شوې وه او
هم هغې ورته د قرآن او د هغه لفظي ترجمه ورزده کړې وه. دا زده کړې
د ماشومې عابدي لپاره سختې وې سک ‎٤‏ راو اه
سره راپاڅېدله 8 ورته سبق ښودلو او که
غلطي به يې وکړه او يا سبق به يې نه ویلو نو سلطان جهان به په
سوکانو وهله
د بهوپال د واکمنې په توګه د سلطان جهان دربار به په انګړ کې
لګېدو هلته به سلطان جهان په یوه سپین توشک . ګدۍ يا درۍ په
مځکه کښېناستله په یو شمېر نورو صندوقونو کې به يې کاغذونه
اېښي وو ددې خواوشا به عريضه کوونکي . منشیان. او مېلمانه
ناست او ولاړ وو. عابده سلطان لا د اتو کالو نه وه چې قرآن يې له
لفظي ترجمې سره حفظ کړی و
سلطان جهان د خپلې لمسۍ په دې کاميابۍ تر څلوېښتو ورځو
پورې په بهوپال کې د نشرح جشن اعلان کړ. خو د واکمنۍ مشرانو
نګیندو له دې هر څه ځان لرې وساتلو په سرکاري ماڼۍ کې به هر
ماښام ښځې راټولېدې او سندرې به یې ویلې. اخر سلطان جهان خپلو
نګیندو ته د سبق ورکولو فیصله وکړه یوه ورځ يې دوی ټول خپل
کور ته وروبلل! و کله چې مېلمانه په انګړ کې راغونډ شول. نو
سلطان جهان د ډولکي په درز ز راپاڅېده په دواړو لاسونو کې یې
دسمالونه ونیول! و له یوې مخې يې د د پښتنو اتڼ پيل کړ. د واکمنې
په دې کار سره د هغې ټولو مېلمنو هم ځان ور رګډ کړلو اوس نو د جلال
آبادي مېرمنو لپاره بې له دې بله هېڅ لاره نه وه چې اتڼ وکړي. سره له
دې چې جلال آباديان په خپله هم پښتانه وو. دوی به د پېښور
اوسېدونکو ته کهاري «ترخه» ویل. دوی نه غوښتل چې واکمنه ترې
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
ی٢‏ وو
۱۴۰ سلطان جهان بېګم
خپه شي. نو د لاسونو په وهلو په دې اتڼ کې ورګډې شوې د عابده
سلطان لپاره د هغې ترونو او خپل پلار په بېلو بېلو ورځو د نکريزو
تالونه ورواستول. په ‎١‏ کې تر يوه ښکلي تمبو لاندې د نهو
وړوکو جینکو په بدرګه مېلمنو ته راغله چې په کې د عابدې دوې
خویندې ساجده او رابعه هم شاملې وې. سلطان جهان له ټولو مېلمنو
سره پر مځکه ناسته وه. د خپلې لمسۍ پر قابليت يې يو تقریر وکړ
ټولو د الله اکبر نعره پورته کړه او بیا عابدې سلطان په مصرۍ لهجې
د قرآن تلاوت پيل کړ. سلطان جهان په خپلې ماڼۍ کې د جینکو
ښوونځی پرانیستی و چې په کې ددې لمسۍ له نورو سره یو ځای د
نوې زمانې زده کړې پیل کړې
بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه