text
stringlengths
0
136
سلطان جهان د زړه په مرض اخته وه او په لندن کې يې اعلان وکړ
چې دا د خپل زوی حمیدالله خان په حق کې له نوابۍ لاس اخلي
انګرېزانو په خپل ليک کې ويلي وو چې له حميدالله وروسته به د
نصرالله او عبيدالله زامنو ته نوابي ورکول کېږي ځکه حمیدالله درې
لوڼه لرلې. خو سلطان جهان دا خبره نه منله په دې دليل چې په دې
فیصله به د حمید الله ژوند په خطر کې وي. دی به د ګدۍ لپاره د خپلو
ورېرونو له خوا ووژل شی. انګرېزانو دا دليل ومانه. خو پوښتنه یې
وکړه چې که د حميدالله لور عايده سلطان د هغه وارثه شوه او
وروسته د حمیدالله زوی وزیږېده بيا به څه کېږي؟ ځکه حمید الله د
دېرشو او مېمونه سلطان په دې وخت کې د پنځه ويشتو کلونو وه
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
وروستی نواب ‎-١٩٩١‏
‏سلطان جهان د خپلې لمسۍ د وراثت لپاره پر دې اساس جنګېده چې
د بهوپال په ۷ ‎۰٠‏ کلن تاريخ کې څُلور رو ښځو ډېر په بریاليتوب
حکومت کړی دی. نو عابده سلطان به هم د دې وړ وي چې د بهوپال
واکمنه ّ شي شي. دوه کاله وروسته د انګرېزانو او د حمید الله ترمنځ په یوه
تړون کې عابده سلطان د هغه ځای ناست ستې اعلان شوه هغې ته د ګوهر
تاج خطاب ورکړل شو
د نواب حمیدالله دور په بهوپال کې ډېر لوی بدلونونه راوستل دا
بدلون په مراسمو او انتظام دواړو کې لېدل کېده. کابينه د دوو
وزیرانو پرځای اوس په شلو وزیرانو ډکه وه. سلطان جهان به په دې
خپه کېده او زوی ته به يې ويل چې ولې دومره پيسې لګوې
خدمتګاءر رانو ته سپینه درېش بشي «یونیفارم؛ ور رواغوستل شو شاهي
شان شوکت پيدا شو د مالیې مستحاجري نظام معرفي شو
سلطان جهان نور هېڅ نشو کولای هغې اوس هم د پنځو لکو روپيو
مځکې او جاګیر لرلو او فيصله يې وکړه چې پر خپله مځکه به د
عابده سلطان لپاره یوه ښکلې ماڼۍ جوړوي. دا ماڼۍ تورالصباح
نومېږي او اوس یو هوټل دی.
سلطان جهان د ‎۷۲٧‏ کلونو په عمر کې د ګردې يا پښته ورګو د
عملیاتو وروسته په حق ورسېده. : :
په ‎۱٣٩١‏ کې د هند نوابي ریاستونو او نورو راجه ګانو خپله يوه
اتحاديه جوړه کړې وه او نواب حميد الله درې واري ددې اتحادیي
مشر ټاکل شوى و. په دې کلونو کې د هند د خپلواکۍ خبرو زور
نیولی و او دا خبره يقیني وه چې انګرېزان به له هنده وځي او هند به
وېشل کېږي. د کانګرس ګوند خپل استازي راجه ګانو ته ور واستول
چې له هند سره د یوځای کېدو «الحاق سند لاسلیک کړي او په
بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه
‎-٧٨٣٧٧۰٠۰-‏ 7ه اوومنکتی نواب
رسمي توګه له هند سره یو ځای شي. په دې وخت کې مسلمانو
ریاستونو. حید رآباد . جوناګړ او بهوپال له دې فیصلې نه ډډه وکړه
‏نواب حمیدالله نه غوښتل چې د بهوپال خپلواکي د ده له لاسه هند
ته وسپارل شي. ده غوښتل چې دا کار د هغه لور عابده سلطان وکړي
او دا یې تر څه ځايه ددې کار لپاره تياره کړې وه
‏عابده سلطان په خپل کتاب کې لیکي .'
‏"په دولسم اګست ۱۹۴۷ کې زما پلار په ډیلي کې له جناح.
ماونټ بېټن. او د کانګرس له مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته په
الوتکه کې بهوپال ته راورسېدل. په زرګونه وګړي دده هرکلي ته ولاړ
وو. دوی نارې وهلې چې 'پاکستان ته مه ځه.'
‏حمید الله هم هلته په خپله وینا کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې 'دوی به نه
مایوسه کېږي '
‏له انګرېزانو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په هلو ځلو کې دی څو
واري د کانګرس. مسلم للیګ او د انګرېزانو تر منځ په جرګو او مرکو
بوخت و. او دوی ټولو په دې اعتماد لرلو ده مهاتما ګاندهي په دې
قانع کړی و چې د مسلم لیګ او محمد علي جناح وجود دې ومني او
دا چې د هند مسلمانان ځان له پېژند ګلوي او خپله خاوره غواړي. خو
دبهوپال پولې له هرې خوا د هندوانو له اکثريتي سیمو سره نښتې
دي او دلته ډېری اوسېدونکې هم هندوان دي د هند او پاکستان
وېش هم په دې اساس کېدو چې د ډېرکي هندوانو سیمې به له هند
سره او ډېرکی مسلمانو سیمې به له پاکستان سره شاملېږٍي. حمیدالله
په دې پوهېدو چې د پاکستان له جوړېدو وروسته به بهوپال ځان ته
‏پاتې وي
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -
00011953 ۲ 9٧
وروستی نواب ‎١٢٠‏
په ۱۹۴۷م کال کې حمیدالله په کراچۍ کې یو لوی کور ځان له په
بيه واخيست او "بهوپال هاوس" نوم يې ورله ورکړ په دې کې د
استوګنې انتظام هم وشو او د جناح له خوا هغه ته داسې پېغامونه
استول کېده چې که دی راغی. نو کېدای شي د هغه ځای ناستي به
وټاکل شي | و يا به هم د ختیز پاکستان ج چی اوس بنګله دېش دی د
هغه والي مقرر شي. خو په ۱۹۴۸ م کال کې د جناح له مړینې وروسته
د پاکستان سیاسي فضا بدله شوه . اخوا د هند حکومت هم زور
لګولی و چې نواب حميدالله دې په بهوپال کې پاتې شي. اخر په