text
stringlengths
0
136
۹م کال کې دا خپلواکه ریاست لکه د نورو سلګونو ریاستونو
غوندې د هند برخه وګرځېده.
په ‎٠۲‏ ۰م کې د مۍ پر دولسمه نېټه د کراچۍ په ډان نومي
ورځپاڼه کې يو وړوکی خبر چاپ شو چې "د بهوپال د پخواني
ریاست وارثه شهزادګۍ عابده سلطان د شنبې په سهار د ‎۸٨‏ کلونو
په عمر کي وفات شوه دا د پاکستان د پخواني ډیپلوماټ
شهریارخان مور وه او په ۱۹۴۲۳م کال کې لومړۍ مسلمانه پيلوټه
ښځه وه نوموړې د هاکۍ. پولو او د ټبنیس لوبغاړې او د هند د
ښځو د سکواش اتله پاتې شوه وه." :
عابده سلطان د بهوپال د نواب ځای ناستی حميدالله ان او د
میمونه سلطان مشره لور وه. چې په ‎۱۹٩١‏ کې په شاهي ماڼۍ کې
وزېږېده او سمدلاسه د نواب سلطان جهان بېګم په غېرٍ کې ولوېدله
تر څو چې هغه ژوندۍ وه د عابده سلطان پالنه او روزنه یې کوله.
عابدې په وړوکي عمر کې له خپلې نيا د قرآن لوست له اردو ترجمې
سره زده کول پیل کړل او په غلطي کولو به د خپلې نيا له خوا وهل
کېدله.
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
.. 000165١ 67
‏وروستی نواب‎ -٣١١ -
عابده سلطان پخپل کتاب کې ليکي: "د اس سپرلي او نښه ویشتل
زمورٍ ټولو ماشومانو لپاره یو لازمي کار و. راته ويل کېدل به چې هر
یو پښتون باید ښه نښه ويشتونکی وي."
عابدې ته په خپله د بهوپال د واکمنې سلطان جهان له خوا ډېر ښه
پام کېده هغه ځکه چې دا د خپل پلار نواب حميدالله خان ځای
نیوونکې وه. د یولس کلونو په عمر کې هغې د قر آن لوست پای ته
ورساوه. نو د هغې د نشرح جشن ولمانځل شو په ټول بهوپال کې هغه
مهال ددې د لمانځلو ذکر تر ډېرې مودې د خلکو په خوله کې و په
٢م‏ کال کې چې کله ددې پلار حميدالله خان په لندن کې په
رسمي توګه نواب اعلان کړل شو. نو عابده هغه وخت له ځپلې مور او
خویندو سره یو ځای وه او بهوپال ته بېرته په راتګ چې اورګاډی ښار
ته رانژدې شو نو دا په ستر کښېنول شوه. د عابدې لپاره دا یو عجیبه
حالت و. هغې خپل ټول ماشومتوب په لوبو او منډو کې تېر کړی و 2
یوې عادي مېرمني غوندې ژوند کول هغې ته ګران و. خو څو میاشتې
وروسته دا د کوروايي د نواب سرور علي خان ته په نکاح کړل شوه
هغه د اور زیو له فیروزخېلو څخه و. راتلونکي پنځه کاله هغې خپل
رسمي تعليم او زده کړې پوره کړې او کله چې د ‎٧١‏ کالو شوه نو د
پلار له کوره رخصت شوه او په کوروايي کې يې ژوند پیل کړ
د سرورعلي خان او عابدې خوی خصلت او ژوند له یوه بله سره ډېر
په توپیر کې و. عابدې د اس ځغاسته. بایسکل. پولو. لوبې او
ښکار خوښول او د هغې د خاوند شطرنج او تاش لوبه خوښه وه. دی د
ساړه طبعیت خاوند و او په کور کې د اوسېدو او مطالعې شوقين وو
او هر وخت به یې بدني لوبې نه خوښېدې. نتیجه دا شوه چې د دوی
تر منځ شخړې کېدې. عابدې يو څو میاشتې ورسره تېرې کړې او
بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
وروستی نواب ‎-٣۲۳‏
‏بېرته د پلار کور ته راغله هغې په خپل کتاب کې د خپل واده کړي
ژوند د ناکامۍ پړه پر خپلې غاړې اخیستې ده :
یو کال وروسته دا د د یوه ماشوم مور شوه چې شهریارخان ونومېدو
بيا عابدې په خپله سرورعلي خان ته اجازه ورکړه چې بل واده دې
وکړي خو په خپله یې تر مرګه له هغه طلاق وانه خيست او نه یې بل
واده وکړ عابده د خپل پلار له خوا د بهوپال مشره وزيره وټاکل شوه
. او په ۱۹۳۷ م کال کې له خپل درې کلن ماشوم زوی. مور پلار او
خویندو سره يوځای د انګلستان د پاچا څلورم جورج د تاجپوشۍ
مراسمو کې د ګډون لپاره ولاړه
عابدې سلطان له خپل پلار سره د مشرې وزيرې په توګه سرکاري
کارونه سرته رسول او د خپل زوی شهريارخان د تربيې او تعلیم سره
يې د الوتکې چلولو. ښکار او لوبو کې ځان له مصروفیت
‎٢‏ په ‎۱٧۹۴۲‏ م کال کې د هند | و پاکستان د وېش معامله په
ځینو ځایونو کې د خونړیو جګړو او بلواوو سوب ګرځېدلې وه
‏په دې حالاتو کې عابدې خپل زوی انګلستان ته بوتلو او هلته يې
په ښوونځي کې داخل کړ. په دې کال د هغې پلار د افتاب بېګم نومې
نجلۍ سره دويم واده وکړ. چې له عابدې سره په ښوونځي کې وه
مېمونه سلطان او د عابدې نورو خویندو دا خبره په صبر سره وزغمله
تر یوه حده عابده سلطان هم ددې واده مخالفه نه وه خو حميدالله دوی
ټولو ته امر کړی و چې افتاب بېګم ته به هره ورځ سلام کولو ته
حاضرېږي د عابدې لپاره دا خبره د منلو وړ نه وه دا هسې هم ډېره
سرثمبه او سرکشه ښځه وه او پلار ورته ډېر ګران و. په دې خبره د
هغې زړه ځنې مات شو او له بهوپاله مایوسه شوه دلته ورته ژوند
عبث ښکاره شو
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011653 6
انځورونه نهه
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه