text
stringlengths
0
136
پلار ميراث دې سمبال کړي. د هغې ميرې افتاب بېګم هم ورته په
ټینګار وویل خو عابدې اوس په بهوپال کې ځان پردی احساساوه. په
۰م کال کې دا یو واري بیا د خپلې ناروغې مور میمونه سلطان
لیدو ته له پاکستانه هند ته ولاړه. په بمبۍ کې ورته وويل شو چې
اوس به داپه پولیس تاڼه کې خپل نوم ليکي. ځکه چې دا د پاکستان
اوسېدونکې ده دې هلته د اورګاډي د درېیمې درجې ټکټ واخیست
او څلورویشت ساعته یې د نورو خلکو په شان سفر وکړ او په ګاډي
کې نیمه ویښه نیمه ويده کله چې بهوپال ته ورسېده. دې ځان دومره
په بدحال احساساوه چې خپل پېټی يې پر سر کېښوده او د ټيکسي
موندلو په لټه کې شوه. دې فکر کاوه چې څوک به یې ونه پېژني او نه
يې غوښتل چې څوک يې وپېژني. په دې وخت کې يو پولیس واله
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00065١ 661٨
-٧٢١ ‏ږوروستی نواب‎
‏ددې لوري ته راغی او ورته یې ویل: "ته بیا حضور یې «بيا په بهوپال‎
‏کې خورکۍ یا مورکۍ په مانا کارېږي. خو عابده سلطان ته به ټولو‎
‏"بیا" ویل»‎
کله چې دې ورته ځان وروپېژندلو نو نور خلک ترې هم راټول شول
او اخر په یو ټانګه ,ګاډي کې يې تر خپل منزل ورسوله
هلته په شاهي ماڼۍ کې عابدې خپله مور او کشره ځور رابعه
سلطان ډېر نااسوده ليدل. هر څه په زړېدو وو. باغونه یې شار او د
لوبو ميدان له وښو او وحشي بوټو ډک وو.کله کله به یو چا سر ورته
ښکاره کړو ځینې پخواني خدمتګاران لا پاتې وو. میمونه سلطان
ډېر شاهي خویونه لرل او لکه د يوې صبرناکې مېرمنې هرڅه يې په
خاموشي زغمل. خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په يوازيتوب تېرې
شوې. د بهوپال د نوابۍ وروستۍ وارثې عابدې سلطان چې کله
پاکستان ته کډه وکړه. نو په لومړيو څو کلونو کې يې ځان له نویو
حالاتو سره برابرولو.
په ۱۹۵۸ م کال کې دا په برازيل او وروسته په چیلي هېواد کې
سفیره شوه. ددې د کورنۍ په درناوي د پاکستان هر حکومت ورته
ارزښت ورکولو. د ‎۱۹٩۰‏ په لسیزه کې هغې د واکسن جنرال ايوب
ځان پر ضد د مسلم ليګ له خوا په هغو انتخاباتو کې کمپاین
وچلولو چې مشره يې د محمدعلي جناح خور فاطمه جناح وه. په
عملي سیاست کې داپه لومړي ځل فعاله شوه. خو د دوی ګوند رايې
ونه ګټلې او ورسره ددې سیاسي ژوند هم پای ته ورسېد کله چې ددې
زوی شهريارخان د خارجه وزارت لخوا مسلکي ډیپلوماټ وټاکل شو
او واده یې وکړ. نو عابدې ټولنيزو کارونو ته لاس واچولو. په خپل
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‏وروستی نواب‎ -٨٨١
کور کې يې د ملير د غریبو او بې وزلو ماشومانو لپاره د زده کړې
اسانتیاوې برابرې کړې او تر مرګه په لیک لوست بوخته وه
بهوېال . د هندوستان پښتانه
00011653 ۲ ۲ ۷
د بهوپال اوسنْي پښتانه
-- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
ی٢‏ باو
‎٢‏ وسني پښتانه
په بهوپال کې هغه پښتانه چې د دوست محمد ځان په وخت کې
ورغلي وو د استوګنې ځایونه یې نه لرل. زیاتره په کې مېشتي خېبل
ووا و لکه چې د د پښتنو دود دی. په پردېس کې هر وخت چې يوه ډله
ځان له ځای جوړکړي نو نورخپلوان هم ورپسې ځي. د بهوپال د ويالو
او تالابونو په غاړه یو بوټی کېږي چې مېزرو ته ورته وايي او دې ته
"یروو'' وايي دې لومړنیو پښتنو چې کله ځان ته جونګړې او کوډلې
جوړولې نو د 'بروو'' بوټي به يې پرې کول او په چتونو به یې
‏غوړول. له همدې کبله ورته د هندوستان خلکو "برووکټ"'يا «بروو
پرېکوونکي ويل په شلمه پېړۍ کې هم د دې پښتنو اولادونو د
کرکټ| وهاکي لوبو کې نوم وګاټه او یو په کې منصورعلي خان چې
د پټوډي نواب او د هند د کرکټ نامتو لوبغاړی و او بل د هاکي اتل
اسلم شېرخان و کله چې دوست محمد خان په بهوپال کې ځای پر ځای
شو. نو له ترا یې خپل خپلوان راوبلل. د ده وروڼه چې شېرمحمد .
الف محمد . شاه محمد . مر احمد او عاقل نومېده. د عاقل نه علاوه
نور ټول په بېلا بېلو جګړو کې ووژل شول. له دې وروسته په لومړۍ
جوپه کې نژدې پنځوس تنه راغلل چې زياتره مېرازي خيل وو
ورپسې مېشتي ځېل او فیروزخېل ټبرونه ورغلل له بهوپاله لرې د
کوروايي نوابي دلېرخان جوړه کړې وه. چې فیروزخېل اورکزي وو
دی په ‎٠۰‏ کې په کندهار ر کې زېږېدلی و أواله دوست محمد سره
یو ځای په ډېرو جنګونو کې لکه د ښو ملګریو جنګېد
‏په ‎۱۷٩١‏ کې مغول پاچا فرځ سبرور له بهوېال سره نژدې ۳۰
پرګنې ورکړې تر دې وړاندې دلېرخان دلته ‎٧۷۱۳‏ کې يوه د خټو
کلا جوړه کړې وه دا سیمه په ‎۳۲٣‏ مربع کیلومیټره غزېدلې ده او په
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -