text
stringlengths
0
136
.»دای .د.
‎٣٠‏ داماسًاووو بلس پښتانه
لاس ته ورغی او د پلار په بدل کي یې ونیولو او تر درې کاله د هغوی
بندي و. په بندي ځانه کې شکنجه شو او ډېره بده وضعه ورسره وشوه
مرهټو غوښتل چې دده خزانه او پرګنې ترې واخلي. اخر دی مجبوره
شو او یو شمېر کلی يې مرهټه وو ته وسپارل. له دې علاوه ده درې
لک ه روپۍ د خوشي کېدو په بدل کې ورته ومنلې له بنده له
خلاصېدو سره سم هغه د نویو ملګریو په لټه کې شو او انګرېزانو ته
يې مځ وار ړولو. ده داسې فکر کاوه چې انګرېزان به د مرهټه وو له
ماتې وروسته هغه کلي بېرته و رته ورکړي. خو هغوی دغه مځکې په
خپل واک کې وساتلې د حرمت خان دوه زامن مظفرخان او نجف ځان
یو په بل پسې نوابان شول خو د دوا ړو له مړينې وروسته دوی نار رینه
اولادونه نه لرل چې نواب شي په دې وخت کې د بسوده نواب په دې
ګدۍ دعوا وکړه. خو اخر دا دعوا د نجف خان لمسي منورعلي خان
وګټله. د منور مور د تجف خان لور وه. د منورخان هم زامن نه وو او
دغسې دده له مړينې وروسته نوابي دده ورور يعقوب علي ځان ته
ورکړل شوه
يعقوب علي خان له خپلې کونډې ورېندارې عمرالنساء سره واده
وکړ. ده یو زوی او يوه لور لرل. دی هم ددېرشو کالو په عمر مړ شو. نو
دده ماشوم زوی سرورعلي ځان د څلوروکالو په عمر کې نواب اعلان
شو. انګرېزانو د هغه د سرپرست په توګه یوه شورا وټاکله چې مشره
يې د سرورعلي ځان مور عمرالنساء وه. دا د "سرکاراما" په نامه
پېژندل کېده او د بهوپال د نوابې سلطان جهان ملګرې وه. نو د هغې
خبره به یې ډېره منله. هغې د واکمنې په توګه په کوروايي کې د غریبو
خلکو لپار ره ادارې جوړې کړې يوه کلیوال بانک به کروندګرو ته د
تخم د وېشلو او بې له سوده پورونه ورکول چې مځکې وکري. د
هوپال ‏ د هندوستان پښتانه س-ښت-
090165 0 6666
د بهوپال اوسني پښتانه ‎۱٣٣۰‏
‏سلطان جهان په وینا نواب سرورعلي خان او دده خويندې د نوې
زمانې تعليم او زده کړو لپاره ښوونځيو او کالجونو ته واستول شول
په خپله سرورخان د اندور په ډالي کالج او بيا د اجمیر په مایو کالج
کې د زده کړو لپاره ولېږل شو. په ‎٢١٩١‏ کې سرورخان د لندن په
سینډ هرسټ کې پوځي زده کړو لپاره ولاړ او په ‎۱۹۲١‏ کې نواب
‎٥‏
په ‎۱۹۲٩١‏ کي ده د بهوپال له شهزادګۍ عابده سلطان سره واده
وکړ. د نکاح نامې یو شرط دا و چې د سرورخان مشر زوی به دبهوپال
نواب وي په ۱۹۳۴ کې د ده زوی شهريارخان وزیږېد خو دا څرګنده
وه چې عابده سلطان او نواب سرورعلې خان يو ځای ژوند نشو
کولای. دوی بيل شول او څه موده وروسته سرورخان دويم او بيا
درېیم واده وکړ له درېیمې ښځې دده زوی ظفرعلي خان د ده له مړینې
وروسته نواب شو نواب سرورعلي خان د هندوان نو له ټيټې طبقې سره
ډېره خواخوږي او زړه سوی لاره اوپه خپل حکومت کې يې دوی ته
ډېره ونډه ورکړې وه دکوروايي په ولسي جرګه کې یې ددې طبقې ډېر
خلک راوستل ده د زور ودونو او جهېز پر ضد هم ډېرې هلې ځلې
وکړې دی په ‎٩۹۸١‏ کې مړشو
کله چې عابده سلطان له سرورعلي ځانه بېله شوه. نو هغه ته یې
وويل چې بل واده دې وکړي. نواب سرور د "وای" د نواب له لور
عايشه سره واده وکړ دوی درې اولادونه لرل چې قيصر زمان.
ظفرعلي خان او منورعلي ځان نومېدل
قیصرزمان اوس په بهوپال کې یو شخصي ښوونځی پرانیستی دی
او لور يې د شهريارخان په دويم زوی علي واده ده او په لاهور کې
ژوند تېروي :
و8 - و ‎٣‏ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
ی٢‏ ريت
‎۳٣٣ 7۰-‏ د بهو پالا وسني پښتانه
د دلیرخان يو بل زوی محمداحسن الله ځان د بسوده نومي ځای
نواب وټاکل شو. د نواب حرمت ځان یو بل زوی نجف خان هم د خپل
ورور له مړينې وروسته نواب شو . خو ده صوفي طبعیت درلود او د
قادریه طریقې منونکی و زيات وخت به يې په عبادت کې تېرولو
دده مېرمن لاډلي بېګم د محمدګړ د نواب احمدقلي خان لور وه
د نجف درې زامن په ماشومتوب کې مړه شول او چې دی مړ شو . نو
دده خور کرامت الزماني بېګم نوابه شوه او د بسوده دا دواړه نوايۍ
یعنی کوروايي او بسوده یو ځای شول. د میمونه سلطان دویمه ځور
ساجده سلطان د پټوډي په نواب افتځارعلي خان واده شوه چې د
پښتنو يوه بله نوابی وه. دی د هند د کرکټ لوبغاړی و. د ساجده
سلطان زوی منصورعلي خان هم د پلار په شان د کرکټ لوبه غوره کړه
او يو وخت کې د هند ستوری و ده د هندي فلمونو له بنګالۍ
اداکارې شرمیلا ټېګور سره واده وکړ. د منصورعلي خان در
اولادونه دي چې دوه یې اوس د هند د بالي ووډ په فلمونو کې د سیف
علي خان او سوها علي ځان په نامه پېژندل کېږي :
د ده یوه لور چې سباعلي خان نومېږي اوس په بهوپال کې د هغو
لسګونو زيارتونو او جوماتونو متولي ټاکل شوې ده چې په تېرو
دریو سوو کلونو کې پښتنو جوړکړي وو. د ''اوقاف شاهي'' په نوم
اداره په بهوپال کې ټول مذهبي ځايونه اداره کوي. له دې علاوه
سکندر بېګم چې په مکه کې د حاجيانو لپاره کوم رباطونه «وړيا
اوسېدو ځایونه» جوړکړي وو دا د هغې مسولیت هم په غاړه لري د
دې خبرې څه مخالفت هم کېږي. ځکه چې د ساجده سلطان کورنۍ له
بهوپاله وتلې ګڼل کېږي او ځينې خلک په دې باور دي چې اوس د
نوابانو او دراجه ګانو دور ختم شوی دی لکه چې د بهوپال نورې