text
stringlengths
0
136
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ..--- -
00011953 ۲ 9٧
د بهوپال اوسنی پښتانه .۰ ۱۳۵۰-
څانګې ,شعبې د حکومت له خوا اداره کېږي. په کار ده چې د نوابې
کورنۍ اوقاف هم له حکومت سره وي. په دې اړه راته شهريارخان د
یوه ډیپلوماټ ځواب راکړ اوهغه دا چې "څه چې په هندوستان کې
پاتې دي هغه په ما پورې اړه نه لري زما مور بې له هغې هم د پلار په
مېراث چې دعوا کړې وه ورته هېڅ تر لاسه نشول. زه خپل ښه ژوند
لرم. ‎٠‏
د اورکزو یوه بله کورنۍ د جلال خېلو وه چې له دوست محمد ځانه
ډېر وړاندې د لوهاري په سیمه کې اوسېدل دا سيمه د هند د
اترپردېش ولايت سهارن پور ولسوالۍ «ضلعې؛ ته نژدې ده. چې د
دیوبند مدرسه په کې ده
د سردار جلال خان څو پښتونه د مځکه والو په توګه د لوهاري
خواوشا مېشت وو. د سردارجلال خان د پلارنوم میرحضر خان و او د
دولسمې پېړۍ په نیمايي کې د مغول پاچا اورنګزېب پر وخت د دې
سیمې مځکه وال و. جلال خان ته دده د خدمتونو په بدل کې منصب
ورکړی شو ىو او دی د "بهیم'" نومې ولسوالۍ تاڼه دار و. د جلال
آباد د د نوابۍ بنسټ هم ده اېښی و. دی په ‎٧۷٧۷‏ کې مړ شو او هم
هلته په جلال آباد کې ښخ شو د جلال خان له کړوسیو يو احمدعلي
ځان و چې د دولس کلونو په عمر کې د بهوپال نوابې سکندربېګم د
خپلې کونډې مور او وړې خور سره خپلې ماڼۍ کې وساتل. وروسته
احمدعلي له سلطان بېګم سره واده وکړ
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
‎٠٠. . 00٥6 (0 67‏
‎۳٣٣٠۰‏ د بهويال اوستي پښتانه
‏بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
یوولسم څپرکی
پبښټهياري
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
000119653 ۲ ۷
۳۸۰ پټهاري
دا سیمه هم بهوپال ته نژدې ده او په ۷۸ مربع کیلومیټره غزېدلې
ده. دلته د بارکزیو د قبيلې خلکو خپله نوابي جوړه کړه ښايي د
۴ راهیسې په کې پښتانه مځکه وال وو او په ‎٨۸٨١‏ کې نواب
حیدرمحمدخان واکمن و وروسته دده زوی عبدالکريم او لمسی
عبدالرحيم خان نوابان وو. د هند تر وېش پورې «(۱۹۴۷, عبدالغني او
دده زوی ابوبکر غني دلته نوابان وو. بيا وروستی نواب آاصف
محمدخان په ‎۱٧٩۰‏ کې له دې ځایه کډه وکړه او بمبۍ ته ولاړ د هند
او پاکستان تر وېش وروسته د بهوپال ډېرو پښتنو په تېره بيا هغه
چې د اورکزيو يا درانيانو له ټبره وو پاکستان ته کډه وکړه. دوی
زیاتره په کراچۍ کې ژوند کاوه. د امراولدوله «دسلطان جهان خاوند,
کړوسی انورکمال د پاکستان له خوا په بنګله دېش او بیا په مصر کې
سفیر پاتې شو
د دوست محمدخان د کورنۍ دوه نور مهم غړي غضنفر محمدخان
او اسلم محمدخان د پاکستان په پوځ کې د ډګرمن چوکۍ ته
ورسېدل. د امرالدوله لمسۍ منورجهان د جوناګړ نواب ته واده شوه.
د مېمونه سلطان خورزه شهزادګۍ فرحت سلطان د پاکستان د
هوايي ځواک مشر «ابیرمارشل نورخان ته واده شوه.
د بهو پال په پوځ کې به تل پښتانه زیات وو او د نوابۍ د ساتنې په
لاره کې دغو پښتنو ډېر لوی رول لوبولی دی. د مېمونه سلطان ورور
سلطان عزیز خان ته به له پېښوره ځینې خلک راتلل او ده به ورته کار
روزګار ورکاوه. :
په دوی کې ډېر خلک چې ژوند يې ښه شو تر اوسه په بهوپال کې
اوسېږٍي. دوی به د واده لپاره جینکۍ او هلکان د پښتنو په کورونو
بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه
00065١ 661٨
پټهاري ‎-٨٩٣١‏
‏کې لټول. خو لکه چې په نورو ځایونو کې هم کېږي. له لومړي کول نه
دویم ته ژبه کډه نه کوي او په تېره بيا چې په چاپېريال کې پښتو نه
وي. دوی پښتو له لاسه ورکړې ده. د نوابې کورنۍ زياترو خلکو
خپلې ماڼۍ یا په کرایه ورکړې اویا یې هوټلونه ترې جوړکړي دي
د عابدې سلطان کشره خور رابعه اوس هم په بهوپال کې ده او
پخپل کور کې یې یو ښوونځی جوړ کړی دی
نور يا په بمبۍ او يا هم په ډيلي کې اوسېږي. ځینو پخوانيو
پوځيانو یا ښار او کلیو کې مځکې اخيستې دي کورونه یې جوړ کړي
او هم هلته اوسېږي په داسې کورنیو کې يو څه پښتو پاتې ده او د