text
stringlengths
0
136
باوليه کې ولیدل او زما له تګه يو کال وروسته وفات شوه. دویمه
خوشاله بی بی ده. تردې دمه چې زه دا لیکنه کوم لا ژوندۍ ده
خوشاله بي بي د ایوب احمد مور ده او په وړوکي عمر کې له سواته
راواده شوه او د بهوپال په دې وړوکي کلي کې يې ژوند پیل کړ. په
باوليه کې د ټیلیفون او د برېښنا اسانتیاو ې شته خو د کلي سړک
پوځ نه دی.
زما په پوښتنه ايوب احمد راته وویل: دا کلی همدغسې ښه دی.
مور سړک نه غواړو.
اوس د کروندې لپاره دوی ټرېکټراو سره کاروي او تېرکال يوازې د
غنم حاصل رپالېن يې دوه زره کیلوګرامه و. د غنمو سربېره دوی چڼې
او دال.او په لږٍه مځکه ترکاري هم کري. دوی بزګران هم لري چې
زیاترهههندوان دي. د دوی مېرمنې هم د کور په کارونو کې بوختې
وي. هر یوه خدمتګار ته دوی څلورسوه روپی تنخواه ورکوي. په واده
ښادۍ کې ورته نوې جامې او پیزار اخلي. د پښتنو له هر کور سره
جوخته یوه حجره ضرور جوړه وي. سړي ماښام په حجره کې راټولېږي
او څراغ لالټین په رڼا کې کیسې کوي. يا راډيو اوري. د دې کلي
پښتانه په اسلامي اصولو سخت ولاړ دي. کله چې یې ښځې د یوه بل
کور ته ځي نو پړوني یې پر سروي. خو چې له بهوپال ښاره بهر وځي
نو بیا چادري برقعې اغوندي. ځینو سپین ږیرو د نوابۍ وخت په ښه
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
090165 0 6666
پټهاري ۱۴۳
ټکو کې ياداووخو د کلي ځوانانو يې په هغه اړه هېڅ معلومات نه
لرل. داسې ځوانان هم شته چې په پښتو خبرې کوي او په دې وياړي
چې دوی پښتانه دي او نور بيا د اسلامیت او د مسلمانۍ او د
مسلمانانو د یووالي په خبره ټینګ دي.
په بهوپال کې د د کونړ اوسېدونکي يوه وکيل وحيدخان د صدیق
حسن ذکر په ښه ټکیو کې وکړ. صدیق حسن د شاهجهان بېګم دویم
خاوند و او د انګرېزانو پر ضد يې تبلیغ کاوه وحیدخان په دې نظر و
چې صدیق حسن یو لوستی سړ یو او د اسلام د دین لپاره يې له یوه
لوی قدرت سره ډغره وهله.
که څه هم په اوسني هند کې مسلمانان خپل ځان ډېر ترګوا: ښ لاندې
احساسوي. خو په بهوپال کې پښتانه د پېژندګلو لپاره د خپلې ژبې
یا کلتور پر ځای تر اسلامي چتر لاندې خپل ځان زیات خوندي ګڼي
په بهوپال کې زياتره پښتانه اوس د ځايي خلکو غوندې ژ ژوند
تېروي. دوی خپله ژبه‌هېره کړې ده. د نوي کول ځوانان اردو وايي خو
لوستلای یې نه شي ځکه چې په هند کې رسمي لیکنې په ګورمکهي
رسم الخط باندې کېږي. له پښتنو پرته «علاوه چې دلته نور
مسلمانان ژوند کوي په کړو وړو کې يې ډېر توپیر نشته د
هندوستان له وېشه وروسته هغه هندو مهاجر چې د پاکستان له سند
سوبې «ایالت» نه ورغلي وو. د دوی ګڼ شمېر په بهوپال کې ځای کړل
ځینې پښتانه په دې خبره په تشویش کې دي چې په پاکستان او
افغانستان کې د دوی د قام خلک په ترهګرۍ بدنامېږي. دوی هلته د
امریکا او اروپايي ځواکونو په شتوالي هم خواشیني وو په بهوپال
کې ورته د یوه لږکي «اقلیت» په توګه ژوند ګران نه دی خو کله کله د
شش هال د هندوستان پښتانه
‎۱۴۳٣۴ ۰-‏ 7 0001165 پټهاري
‏خپلو مشرانو د وختونو او د هغه دور یادونه ضرورکوي. چې په دې
‏خاوره یې حکومت کړی و
‏د دوست محمد روزنامجه
‏د سلطان جهان د نوابۍ پر وخت هرکال د اختر پر موقع د کورنۍ
ټول غړي به په لوی تالار کې راټول شول او هغه وخت به د دوست
محمدخان روزنامچه د هغه د اوسپنې له لویې پېټۍ راوابستل شوه
او ټولو به لکه د تبرک ولیدله. بيا به یې هم هغسې سنبال کښېوده. پر
دې موقع به یې د حضرت محمدصلی الله عليه وسلم وېښته مبارک
هم لیدو چې ورته ترکي سلطان ډالی کړی و. عابدې سلطان په خپله
دا دواړه شيان کال پر کال لیدل. :
‏د دوست محمد روزنامچه د هغه ديوان «وزیر بیجي رام ورته په
فارسي کې لیکلې وه. د نواب حميدالله د مړينې وروسته لکه چې د
هغه نور شيان ورک شول د دې روزنامچې درک هم ونه لګېد.
‏کله چې شهريارخان د بهوپال د تاریخ ليکلو لپاره له خپلوانو سره
‏رابطه وکړه. نو دا روزنامچه له هېچا سره نه وه. په ‎۱۹٩۲‏ م کال کې د
هندوستان يوه اردو مجله "شعله حښات''ددې روزنامچې ژباړه په
قسطونو کې چاپ کړه. عابده سلطان وايي: دا د اصل متن ژباړه ده
‏شهريار خان راته وویل چې ده د مجلې له چلونکيو سره هم رابطه
وکړه. خو دوی خبر نه وو چې اصل روزنامچه له چا سره وه ان تر دې
چې د هند په مليأ رشیف کې هم نشته خو مهمه خبره داده چې د دې
روزنامچې له مخې د قدسیې بېګم د زمانې راهیسې د بهوپال تاریخ
لیکل شوی دی. شاهجهان بېګم په خپله هم د بهوپال د تاريخ د لیکلو
پر وخت له دې روزنامچې څخه پېښې لیکلي دي
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
اخځليکونه ۱۴۵۰