text
stringlengths
0
136
هغې علت دا دی چې دوی په پاکستان کې د خپلو خپلوانو سره را رابطه
لري! و کله چې د هند او پاکستان تر منځ پولې پرانستې وي. . نو دوی
د یوه بل کره تګ راتګ هم کوي. نوې واده شوې مېرمنې له ځانه سره
پښتو راوړي او دغسې ژبه یو څه تازه شي نور رې په اردو کې د پښتو
ټکي راګډوي. يو ځای د ډوډۍ پر وخت ښځو په خپلو کې خبرې
کولې.لکه اینې.مړې. مړاء خو چپ شه. زه. ځه مې تر غوږو شول.
د بهوپال يو اغېزمن شخصیت مفتي عبدالرزاق نومېږي. دده
کورنۍ نژدې سل کاله پخوا د صوبه سرحد «پښتونخوا له مردانه هند
ته تللې وه. ده هم هلته ديني زده کړې کړي دي. دده یوه زوی د مدهيه
پردېش له یوې حوضې «حلقې نه د لوک سبها رپارلمان غړی دی. د
بهوپال په ښار کې د ده يوه لويه مدرسه ده او دلته له څلورو سوو
زیات ماشومان د ديني زده کړو لپاره ورځي خو دا مدرسه د سپین
ږیرو پښتنو لپاره د راټولېدو یو مرکز هم دی. د مدرسې د انتظام
لپاره څه ناڅه ‎٠۰‏ کسان کار کوي. په دوی کې د مفتي صېب د
کورغړي هم شامل دي. ده راته وویل: ''مور هره ورځ دوه نیمو سوو
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
1 00011953 ۲ 9٧
‏پټهاري‎ ٢۸۴۴۰۰
خلکو ته دوه وخته ډوډۍ ورکوو ' ډوډۍ ځوړونکي زياتره هغه
ماشومان وو چې د َِۀ- گۀ-ۀگۀ-گ- - په مدرسه کې دننه یو دالان
کې ښځې ناستې وې دوی وریجې او نوره غله پاکوله. د مفتي صېب
یو زوم هره ورځ د د پخولو لپاره غوښه او ترکاري په خپله راوړله.
له ښاره شل کیلومیټره لويديځ لوري ته په یو کلي کې مفتي
عبدالرزاق یوه مدرسه جوړه کړې وه او هم هلته يې يوه ورځ د خپلې
کورنۍ غړي او ځینې نور خلک مېلمانه کړل. هر چا ته يې د صېحبت
بلنه ورکړې وه د ښځو لپاره د مدرسې په دويم پوړ کې يوه برنډه
غوره شوې وه. د مفتي صېب لور راته وویل: موږ دې ډوډۍ ته 'وړه
مړۍ 'وايو. بیا د چېلۍ «اوزې د غوښې لویې لویې ټوټې چې په یوه
غټ دېګ کې پخې شوې وې راوړل شوې. په ښوروا کې پاستي
«چپاتي» واړه شو په غټو غټو خانکونو کې یې دا ډوډۍ راوړه او موږ
په ډلو کې کښېناستو او ومو خوړله. د ښاریو څو ښځې ناارامې وې
دوی په لاسونو ډوډۍ نشوی خوړلای او قاشوغې یې غوښتې
په بهوپال کې د دوست محمدخان کلا چې فتح ګړ نومېږي اوس هم
شته. خو ددې له یوه دېوال سره سرې وړې جنډۍ رپېدلې او دا ددې
نښه وه چې هندو مذهبي سخت ګیرو دلته د رام د مندر کېدو دعوه
لري
د دوست محمدغان د استوګنې ځای ډېر ساده و ددې کوټې او
دالانونه هم هغسې دي لکه چې په تیرا کې د ځینو خانانو کورونه وي
د نوابې کورنۍ هغه ښکلې ماڼۍ چې صدر منزل. موتي محل او
تاج نومېږي اوس په کې هوټلونه جوړ دي. د بهوپال د نامتو جهيل
رتالاب خواوشا ټولې ودانۍ اوس د سېلانيانو لپاره په کرایه ورکول
کېږي
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -
090165 0 6666
٨۴۱ ‏پټهاري‎
د دوست محمدخان د کور په برنډه کې د تېرو سلو کلونو تصویرونه
ځوړند وو په دوی کې د وروستي نواب حميدالله ځان او دده د
مشرې لور عابدې سلطان عکسونه ډېر وو عابدې له ماشومتوبه
پوځي لباس اغوستلو او په اس به یې ډېره سپرلي کوله. مو سره مل
ِِ بونیر یو پښتون طالع زرخان چې دعوا يې کوله دی له سلو کلو
زیات عمر لري او د بهوپال په پوځ کې عسکر پاتې شوی و. د عابده
سلطان یو عکس ته یې ګوته ونیوله او ویې ویل: "مور چې کله پوځي
پرېډ کاوه او نواب حمیدالله خان به کتنې ته راتلو نو عابده سلطان به
ورسره مله وه"
د رای سین ولسوالۍ د بهوپال له ښاره ‎٠٢‏ کلوميټره د لويديځ پر
خوا ده. د یوې غونډۍ له پاسه د رای سين د مشهورې کلا کنډوالې
له سړکه ښکارېدې. دا کلا په شپاړسمه پېړۍ کې شبرشاه سوري له
یوې محاصرې وروسته نیولې وه. دوه سوه کاله وروسته هم دغه کلا
.دوست محمدخان نيولې وه. ددې غونډۍ په شاوخوا کليو کې د
پښتنو مېنې دي. په دوی کې يو څو نومونه داسې دي: سیلوائي.
اوچيره. باوليه خان دېره. نښتره. دهنورا . بهولايي -0
څارنپور او داسې نور...
په باولیه کې محمدایوب او د هغه وروڼه په خپل هغه لوی کور کې
ژوند کوي چې د ده پلار پنځوس کاله پخوا جوړکړی واو تقریبا د ټول
کلي مځکې د دوی خپلې دي. دده د پلارنوم شمس احمد و او دی له
سواته بهوپال ته تللی و. هغه وخت په ځان دېره «کهنډېر» کې دوه نور
پښتانه وروڼه د عابدحسین او ماجد حسین په نومونو اوسېدل. دوی
به د بهوپال د ځنګلونو لرګي پرېکول. چارتراش به یې ترې جوړول» او
د کورونو او فرنیچر جوړولو لپاره به یې پر خلکو پلورل. شمس احمد
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
۸۴۲- پټهاري
هغه وخت د دوی دا لرګي په يوه ټرک کې د هند بېلابېلو برخو ته
رسول. د لارۍ ټرک, چلولو کار ده پخوا هم کاوه خو اوس یې په کې
ډېره ګټه وکړه. وروسته ده هم د لرګیو کار پیل کړ او په باولیه کې یې
مځکه واخيستله
د شمس دوه مېرمنې وې. یوه عايشه بي بي نومېده چې ما ورسره په