text
stringlengths
0
136
0001953 ۲ ۲ 9٧6
لس انځورونه
نواب حمیدالله خان
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
ی٢‏ سب
۴۰ وروستی نواب
په ۱۹۴۹ کال کې د هغې پلار د خپل علاج لپاره په انګلستان کې
و. عابدې خپل کالي پتري 1م ‎۲٨6‏
‏یې وروسپار رل او دا یې بمبۍ ته ورواستوله. څو ورځې وروسته دا په
خپله هم بمبۍ ته ور ورسېده. هلته یې د سکواش په اتلولیو کې برخه
واخیسته او بیا په بېړۍ کې کښېناسته او د هند خاوره یې پرېښوده
دې په خپلې ماڼۍ کې نوکران. موټرې. اسونه او د کورهرڅه
همدغسې پرېښودل او تر ډېرو ورځو څوک خبر نه وو چې دا به بيا نه
راځي څو ورځې وروسته یې په انګلستان کې یو جیپ و اخیستو او د
سړک له لارې اروپا. ترکیې او له ایرانه پاکستان ته ولاړه. هغه مهال
د دې زوی شهريارخان په کېمبریج پوهنتون کې سبق ویلو
د کراچۍ په ملیر سیمه کې هغې ځان له مځکه واخيستله او خپل
کور یې پرې جوړ کړ. چې تر ډېرې مودې پورې نامکمله پاتې و او
برېښنا په کې نه وه. هغې خپل کالي خرڅول او شهريار ته یې د سبق
لپاره پیسې وراستولې. ځکه د هغه د تعليم لپاره لا پخوا د بهوپال
سرکاري وظيفه بنده شوې وه د هغې په وتلو سره نواب حمیدالله ځان
ورسره ټول اړیکي شلولي وو. د هغې د مځکو ګټه هم ورباندې بنده
شوه او د نورالصباح ماڼۍ سرکاري شوه.
عابدې سلطان اته کاله ډېر په خوارۍ ژوند تېر کړ خو له پلاره یې
چېرې هم پیسې ونه غوښتلې. یو واري د دې په کور کې غلا هم وشوه
او یو څه کالي پتري چې ورسره وو هغه هم ترې ولاړل. دا په خپل
کتاب کې ليکي:
"یوازې زما رښتیني ملګري زما کور ته راتلل ځکه زما کور ته له
کراچۍ ښاره د نیم ساعت لاره وه زما په کور کې د خدمت لپاره کله
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00065١ 661٨
‏وروستی نواب د هړ‎
‏ناکله بنګالیان راتلل. دوی تاوده زړونه او خوشاله روح لرلو. کله به د‎
‏هند مهاجر راتلل چې ډېر با ادبه او ډېر یې اعتباره وو. کله به پښتانه‎
‏راتلل چې ډېر مودبه نه خو پتمن وو او پنجابيانو به کار ډېر کولو خو‎
پتمن نه وو''
په ۰ ‎۱٠٩‏ کې عابده سلطان د خپلې ځور ساجده سلطان د لیدو
لپاره ډیلي ته ورغله ساجده د پټوډي په پښتون نواب منصورعلي
خان واده وه. په دې وخت د هغې مور مېمونه سلطان ورته ټبلیفون
وکړ چې پلار یې سخت ناروغه دی. دا له خپلې خور سره یو ځای په
الوتکه کې بهوپال ته ورسېده.
عابده سلطان لیکی:
"مور د خپل پلار د شخصي ساتونکي له خوا په پوړو ودرول شو
او راته یې وویل چې هېڅوک اجازه نه لري له دې ځايه وړاندې ولاړ
شي موږ دواړه خویندې سختې خواشینې بهر ولاړو بيا بهر په باغ
کې کښېناستو زموږ مور له ډاکټرانو سره جنجال کاوه. دوی ډېر
مودبه وو او ويل يې: "چې په مناسب وخت به اجازه ورکړي. چې
نواب صېب وويني" که څه هم بهوپال په ۱۹۴۹ کې له هند سره يو
ځای شوی و خو تر ‎۱۹٩۰‏ پورې ځینو نوابانو خپل رسمي حثيت هم
هغسې ساتلی و. دوی څه خاص امتیازات نه لرل او تش په نوم پاتې
وو. زیاتره یې د خپلو مځکو او باغونو په آمدن ژوند تېراوه.
په بله ورځ عابدې او د هغې خور ته اجازه ورکړل شوه چې خپل پلار
نواب حمیدالله خان وویني عابدې دولس کاله خپل پلار نه وو لیدلی
او په وروستي ځل خپل پلار ورته په یو سخت ليک کې خبرتيا
ورکړې وه چې دا د بهوپال په مځکو او جایداد کې هېڅ برخه نه لري
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
‎-١٢١ -‏ دا هه ووستی نواب
‏اوس د هغه سترګې کمزورې شوې وې او کله چې يې د خپلې لور
غر واورېدو نو له خوشالۍ يې غېره پرانیستله او عابده يې تر غاړې
وته. څو ورځې وروسته د ۰ کال پر ۴ فروري نواب حمید الله خان
له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې
‏د هغه د جنازې د مراسمو لپاره عابدې هلې ځلې وکړې او غوښتل
يې چې پلار یې په پوره سرکاري درناوي سره خاورو ته وسپارل شي
او د بهوپال د يوويشتو توپو سلامي ورته وکړي. دې ته اطلاع ورکړل
شوه چې اوس په بهوپال کې توپې نشته. دلته بيا د عابدې سرټمبګي
کار وکړو هغې فیصله وکړه چې مقصد د بارودو د ډز نه دی. په څه
ستړو یې ‎١٢‏ د بارودو ګولې تيار رې کړې او د جناز زې پر وخت يې وار
په وار خلاصولې. د نواب حمید الله مړی يې د بهوپال په شاهي جنډۍ
بېرغ کې خاورو ته وسپارلو
‏د عابدې کورنۍ اوس پر هغې فشار راوړ چې دا دې پاتې شي او د