text
stringlengths
0
136
00011953 ۲ 9٧
وروستی نواب
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
‎٥١ ده٨. -١١١‏ اووستی نواب
‏په ۱۹۱۴ کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پيل سره سم د بريتانيا
حکومت د هند له لویې وچې نه د پوځيانو برتي کول پيل کړل. د هند
له ټولو راجه ګانو او نوابانو دا هيله کېده چې دوی به ځپل ټول
وسایل انګریزانو ته ورکوي د مسلمانو ریاستونو لپاره دا یو ډېر
سخت کار و. ځکه چې په دې جنګ کې د انګرېزانو مخالف جرمني له
ترکیې سره اتحاد کړی و بهوپال د انګرېزانو پلوي نوابي ګڼل کېده
خو سلطان جهان د ترکيې د د حکومت په پلوي مجبوره وه ځکه د
‏هغې د حج کولو پر مهال ترکي عسکرو د هغې ټوله کورنۍ ژغورلې
وه
‏په علي ګړ پوهنتون کې مسلمانو محصلینو د ترکیې په چارو کې
په ډاګه احساساتي تقریرونه او بحثونه کول ل. په خپله په ترکیې کې د
عثماني دورې د بیا راژوندي کولو لپاره خلکو د هند پر مسلمانانو
لويه تکيه کوله د هند مسلمانانو د مغول سلطنت له ړنګېدو وروسته
ترکیې ته سترګې نیولې وې او غوښتل یې چې هلته د مسلمانانو یو
غښتلی اسلامي دولت جوړشي.
‏حميد الله له خپلو ملګرو سره د ترکيې خلافت د پاڅون لپاره هلې
ځلې کولې
‏انګرېزانو پر دې وخت سلطان جهان ته مرموز پیغامونه ورلېږل چې
په حمبد الله د دې نظر ساتي سلطان جهان د د بهوپالي عسکرو يوه ډله
هغوی ته په دې شرط ورکړه چې دوی به د ترکانو پر ضد نه جنګېږي
‏هغې درې لکه او درويشت زره روپۍ هم انګرېزانو ته ورکړې. په
۵ کې جګړې زور اخيستی و د هغې زوی عبيدالله د پوځي
قومندان په توګه عدن ته لارړ. ځو ډېر ژر ناروغه شو او بېرته یې
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -
00011953 ۲ 9٧
و٥ ‎-١٧١‏
‏ستولو. حمیدالله له سبق وروسته په بهوپال کې د خپلې مور د
مشر وزیر دنده پر غاړه واخيسته هغه د عليګړ نه خپل ملګري
راوغوښتل او په بهوپال کې يې په بېلا بېلو حکومتي کارونو بوخت
کړل. په دې کار د بهوپال خلک هم ناراضه وو. ځکه دوی د بهوپال په
کلتور نه وو خبر
په بهوپال کې اوس هر چا له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ اخيستلو
خبره کوله. په ۱۹۲۴ کې د سلطان جهان زوی جنرال عبيد الله د
سرطان په ناروغۍ مړ شو. د هغې مشر زوی نصرالله د شکرې په
ناروغۍ اخته و او د خپل ورور له مړينې څو میاشتې وروسته دی هم
مړ شو. د نوابۍ لپاره د حمیدالله چانس برابر و خوها خوا د نصرالله
زوی حبيب الله هم د خپلې نيا د ځای ناستي په توګه او د جلال
ابادیانوپه ملاتړ د بهوپال نوابي غوښتله
سلطان جهان په دې وخت کې د خپل زوی حمیدالله لپاره یو ځل بيا
د خپلو خپلوانو له مخالفت سره مخامخ شوه د نصرالله له مړينې لس
ورځې وروسته يې د انګرېزانو پاچا. خارجه وزير او استازي ته
لیکونه واستول او د اسلامي قانون له مخې يې د حمیدالله د ځای
ناستي د حق خبره وکړه بلخوا حبيب الله هم له انګرېزانو سره رابطه
ټینګه کړې وه. انګرېز استازي د سلطان جهان دعوا په قانونی اساس
رد کړه نو هغه دومره په قهر شوه چې سمدلاسه يې انګلستان ته د
سفرثیت وکړ
په ۱۹۲۵ کې هغه یو وا رې بيا انګلستان ته ورسېده دلته هغې د
بریتانوي حکومت له مهمو وز زیرانو او پارلماني غړيو سره ليده کاته
پيل کړل. حميدالله په خپله هم د خپل حق لپاره هلې ځلې کولې
میمونه سلطان هر ځای له خپلې خواښې سره مله وه او کوم ځای چې
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
٣ 00011653
‏وروستی نواب‎ -٨٨١
به سلطان جهان په خپلې ماتې ګوډې انګرېزي خپل مطلب نشو
بیانولۍ نو مېمونې به ورسره مرسته کوله
په دې ورځو کې د انګلستان د پاچا جورج پنځمه لمسۍ ابلیزبيت
وزېږېده. سلطان جهان د هغې مبارکۍ ته ورغله «وروسته دا
شهزادګۍ د انګلستان ملکه شوه او پاچا ته يې خپله عريضه
واوروله. پاچا ورته په ځواب کې وویل چې دی هېڅ واک نه لري او هر
څه چې د هند په باب کېږي هغه د برتانيې حکومت کوي سلطان
جهان له دې نه وه خبره چې د برتانیا د پارلمان ځینو غړیو په هند کې
د انګرېز حکومت له استازیو پوښتنې کولې. چې دوی په کوم قانون
د حبيب الله ملاتړ كوي هغوی د حکومت هغو خلکو ته مشوره
ورکړې وه چې د سلطان جهان په مخالفت ولاړ وو چې دغدر «د ازادۍ
جګړه پر مهال د بهوپال د شاهي کورنۍ رول مطالعه کړي د
انګرېزانو تر منځ قانوني لیکونه تلل راتلل او اخر په ‎٢‏ کې د
حمیدالله حق ومنل شو