text
stringlengths
0
136
‎0٥0165١ 66‏
سلطان جهان بېګم ‎-١١‏
‏په مراسمو کې سلطان جهان په بورقه کې ولاړه او عجیبه يې لا د دا
چې خپل ټول مېډالونه يې د بورقې له پاسه ټومبلي وو. د بریتانیې
‏ورځپاڼو د بهوپال د بېګم په اړه عجیبه کیسې لیکلې دا چې هغه د
دې ځای اوبه نه څښي او خپلې اوبه یې له ځانه سره راوړي دي. دا چې
هغه ژوندي چرګان خوري. د اوبو خبره دا وه چې سلطان جهان د زم زم
اوبه له ځانه سره راوړې وې او د دې د خوراک لپاره به ژوندي چرګان
حلالېدل او بیا به پخېدل هغه ځکه چې دې د بازار غوښه نه خوړله
‏د تاجپوشی له مراسمو وروسته سلطان جهان جرمني او ژنيو ته
ولاړه او هلته خبره شوه چې په ترکيې کې سخته زلزله راغلې ده. دې
سمدستي درې زره پونډه عثماني سلطان ته ورواستول.
‏د ختیز پر لوري یې خپل سفر جاري وساتلو او په اورګاډي د ویانا
له لارې ترکيې ته ولاړه
‏په استنبول کې د ترکیې سلطان وزیر راغب بېګ د دوی هرکلي ته
ولاړو دوی يې هوټل کې مېشت کړل هغې ددې ښار ښکلي
جوماتونه او میوزیمونه ولیدل
‏د دولما باچي په شاهي ماڼۍ کې د سلطان لیدو ته ورغله او د هغه
مېرمن سلطانه یې ولیدله. پاچا له سلطان جهان سره په فارسي خبرې
کولې او بيا یې خپلې مېرمنې ته په ترکي ترجمه کولې.
‏کله چې سلطا ن له هغه ځایه ولاړه. نو سلطانې ورته وویل چې بورقه
دې لرې کړه. هغې چې بورقه لرې کړه نو سلطانې په مخ ښکل کړه
خبرې په انګرېزي پيل شوې او د سلطانې لور له انګرېزي ترکي ته
ژباړلې.
‏له ترکیې د روانېدو پر وخت سلطان هغې ته د ترکيې تر ټولو لوی
اعزاز د ورکولو اعلان وکړو. سلطان جهان له انګریزانو نه اجازه
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
‎١۱٢٠۰‏ 56 الك جهان بېګم
وغوښتله نو هغوی ورته وویل: له بريتانيا پرته بل څوک هغې ته د
اعزاز ورکولو حق نه لري. د ترکیې سلطان په دې خبره سخت په قهر
شو. خو تر هغه يې لوی سوغات ورته وړاندې کړ او دا د حضرت
محمد صلی الله عليه وسلم هغه وېښته و چې دوی ډېر په عقيدت
سنبال کړی و. سلطان جهان په دې عقيدوي تحفه دومره خوشاله وه
چې یو وزیر ته یې دا وروسپارلو چې د یوې شېبې لپاره به يې هم له
ځانه نه لرې کوي. دا وېښته په بهوپال کې ډېر په عقيدت يوه ماڼۍ
کې کېښودل شو او د میلادالنبي پر موقع به خلکوته ښودل کېده
‏له ترکیې څخه سلطان جهان هنګري او ورپسې د اټالیې څو ښارونو
ته ولاړه او په فلورېنس کې وه چې د نصرالله ليک ورته راورسېدو
چې په بهوپال کې د طاعون وبا ګډه شوې ده
‏هغې خپل نور سفرونه پای ته ورسول او سمدستي د مصر د
سکندریې له لارې په سمندري بېړۍ کې بمبۍ ته روانه شوه په مصر
کې هغې جامع الازهر ته هم ښې ډېر ې پیسې ورکړې
‏په بهوپال کې د طاعون پر وخت د ورځې ۰ کسان مړه کېدل او
شپږ میاشتې وروسته چې سلطان جهان بېرته راوګرځېده نو ډېر
خلک دې وبا خوړلی وو
‏په ‎١١٩١‏ کې سلطان جهان د ډیلي دربار ته ورغله چې د پنځم
جورج او د ملکې مېري د هند د سفر پر مهال جوړ شوی و. هم په دې
کال د ټول هند د ښځو د تعلیم د اصلاحاتو په اړه یو کنفرانس جوړ
شوی و چې سلطان جهان یې مشري کوله. د هغې وینا تقرير د هغه
وخت د یوه تاریخي سند ارزښت لري. هغې د تعلیم او تحقيق لپاره د
ډېرو پروژو سرپرستي وکړه. په دوی کې د مولانا شبلي نعماني له
خوا د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند په باب د نوميالي
‏بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه
090165 0 6666
سلطان جهان بېګم ‎-١١١‏
‏کتاب سیرت النبي لیکل او چاپول هم شامل و. د انګرېزانو له خوا
هغه د عليګړ پوهنتون لومړۍ چانسلره وټاکل شوه له دې وروسته
خپله پوهنتون هم دا د دوو دورو لپاره پر دې ځای وټاکله د یوې
مسلمانې او پښتنې ښځې لپاره دا پو ډېر لوی بریاليتوب و
سلطان جهان د تعليم په اړه ډېره خواشیني وه. پخپلو یادښتونو کې
ليکي
"زما لپاره دا ډېره د غم او ناارامۍ خبره ده چې زما د ملک بهوپال
د شپږ لکه شپېته زره نهه سوه او شپېته وګړو «۲۲۰۹۲۰)کې يو تن
هم داسې نشته چې د پوهنتون سبق يې ویلي وي دا له دې حقيقت
سره سره چې زما د مور د حکومت په دوره کې هرهغه کس ته مالي
مرسته ورکول کېده چې له لومړيو زده کړو وروسته يې تعلیم جاري
ساتلو.
په خپله په ښار کې د لومړۍ زده کړو لپاره ښوونځي شته خو
څلوېښت کسان به پېدا نه کړې چې لسم یې ویلي وي
په ‎١١٩۱‏ کې د یورپ له سفره وروسته دې په هند کې د ښځو هرې
لویې غونډې کې ګډون کاوه په دې وخت کې د هغې دريځ دا و چې د
ښځو لپاره د پردې ضرورت نشته او دا چې د غریبو او بې وزلو ښځو
حالت ښه کولو لپاره کار پکار دی. په ‎۱۹۲١‏ م کال کې هغه په خپله
له پردې راووتله او خلکو په لومړي ځل اويا کلنه سپین سرې نواب
سلطان جهان ولیدله