text
stringlengths
0
136
خان په ‎۱٩۹۴‏ کې وزیږېد چې د بهوپال راتلونکی نواب و
په دې کلونو کې چې سلطان جهان کال پر کال اولاد زېږولو د شاه
جهان بېګم او د صدیق اولاد نه کېده. دوی د اولاد لپاره ډاکټرانو
حکیمانو . پیرانو او عالمانو ته ولاړل چې پکې هندوان او مسلمانان
دواړه شامل وو. خو فايده يې ونه کړه. په دې وخت کې د بهوپال
ټولنه هم په دوو برخو وویشل شوه. يو هغه وهابي او مځکه وال وو
چې په صدیق حسن راټول وو دويم هغه پښتانه چې د باقي محمد د
کورنۍ او د جلال اباد نه له احمدعلي سره ورغلي وو. د سلطان جهان
تر ټولو لوی ملاتړ د هغې د مور نیا قد سیه بېګم وه.
د مور او لور تر منځ رابطه به د سلطان جهان د مشر لور بلقیس جهان
له لارې کېده چې په ورځ کې به یو ځلې د خپلې نيا سلام ته ورتله
صدیق حسن د حکومتي کارونو لپاره ټول خلک په خپله لګول. د
پولیس مشر. مشر وزیر میرمنشي او دغسې نورې مهمې څوکۍ يې
د خپلې خوښې خلکو ته ورکړې
په ۱۸۷۷م کال کې صدیق حسن يو دربار راوبللو او په خپله یوه
اوږده وینا کې يې د سکندربېګم د وخت او د هغې پر حکومت
نیوکې وکړي اوسنی دور یې وستتایلو او د باقی محمد د دوو زامنو
لطیف محمدخان او مجید محمدخان په اړه یې وويل چې د دوی له
احمدعلي سره پټې رابطې دي او سازشونه کوي.
سلطان جهان | و احمدعلي هغه ګړۍ هلته ناست وو. . خو هېڅ غرٍ یې
ونه کړ خو هغې دا هر څه په خپلو یادشتونو کې ولیکل
په ‎۱۸٨١‏ کې د هندوستان ټول واکمن کلکتې ته په يوه دربار کې
مېلمانه شول شاهجهان له خپلې ځای ناستې سلطان جهان سره ورب
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -
00065١ 661٨
مورو لور او سیاست ‎-٣۰‏
‏شوې وه شاه جهان د صدیق حسن په بدرګه هلته ولاړه د انګرېزانو له
خوا د هر يوه نواب او راجه لپاره بېله چوکۍ او د سلطان ځای ناستو
لپاره يې بېلې چوکۍ وې سلطان جهان لیکي چې کله هغې له
واي يسرای سره ستړي مه شي کول نو صدیق حسن ولاړ واوهغې ته
ټاکل شوې چوکۍ باندې کښېناست په دې وخت کې د انګرېزانو د
مراسمو مشر راوړاندې شو له هغه یې غوښتنه وکړه چې دا ځای دې
پرېږدي. په دې خبره صدیق حسن سخت په قهر شو او و انګرېزانو ورته
په سخته وویل چې دی هلته نشي کښېناستلۍ. دی مجبوره شو چې
هغه ځای سلطان جهان ته پرېږدي.
د ورځو په تېرېدو سره د قدرت لپاره د صدیق حسن حرص او د
سلطان جهان لپاره مشکلات زېاتېدل
په ۱م کې قد سیه بېګم د ٢کلونو‏ په عمر کې مړه شوه
صدیق حسن يوازې د بهوپال واکمني نه غوښتله. هغه د وهابي
عقيدې تبليغ هم کاوه او د انګرېزانو پر ضد د رسالو | وکشابونو
چاپولو لپاره یې د د بهوپال له خزانې پیسې اخیستې | وعلماوو ته به
یې ورکولې. چې په جوماتونو کې وعظونه وکړي هغه په سوډان کې
له مهدي سره اړیکي جوړ کړي وو | و له دې پرته يې په ترکیې.
عربستان او برما کې له انګرېز مخالفو ځواکونو سره ر رابطې وې
انګرېزان په دې خبر ووا و شاه جهان بېګم ته یې څو وارې ويلي وو
چې د ده فعالیتونو ته پام وکړي. هغې به ورته په ځواب کې وویل چې
ددې سرپرست د حکومت په معاملو کې هېڅ لاس نه لري د انګرېز
استازی سر لیپل ګریفین د صدیق حسن په فعالیتونو دومره نا ارامه
وو چې خپل حکومت ته یې دده پر ضد د ګام اوچتولو غُرٍ وکړ خو د
هند وایسرای لارډ ډېفرين د بهوپال نوابه کورنۍ خپه کول نه غوښتل
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
۴۰ م٨0۶0‏ .هد 3وا لور اوسیاست
په ۱۸۸۵م کال کې د برتانیا حکومت په بهوپال کې د استخباراتو
یوه داسې شبکه یا جال جوړکړی و . چې د صدیق حسن د هرې ګړۍ
حال به يې معلومولو نوموړي د انګرېزانو د تهدید نه وروسته په پټه
خپل کارونه سرته رسول
په ۱۸۸۵م کال کې سر لیپل ګریفین بهوپال ته ولاړ. یو دربار يې
راوغوښت چې په کې د صدیق موجوديت لازم و. د بهوپال په خلکو
کې ګنګوسې وې چې دی به د صدیق حسن په اړه یوه مهمه فېصله
کوي. د شاه جهان بېګم پښتنو امیرانو که څه هم له صدیق حسن څځه
بد وړل. خو هغې ته يې ډاډ ورکړی و. چې که انګرېزانو په دربار کې
د بېګم نواب یا د هغې د سرپرست سپکاوی وکړ نو دی به ژوندی له
بهوپاله ونه وزي
ښاغلي ګریفین په خپله وینا کې د شاه جهان بېګم د اصلاحاتو او د
هغې د انتظا م ستاینه وکړه ه نو د دربار خلک | رامه شول. بيا هغه د
صدیق حسن د پټو سیاسي فعالیتونو خبره وکړه او دا چې هر څوک د
برتانيې د حکومت پر ضد عمل کوي هغه به د امتياز زټایټل څخه بې
برخې وي. نو ځکه د صدیق حسن ټول القابات او امتيازات بېرته ترې
اخيستل کېږي. هغه د خپلې وینا په وروستیو کې د رشوت خورو
غندنه وکړه او د صدیق حسن له خوا ټاکل شوي دوه بدنامه په درغلۍ
او فساد تورن افسران یې ونیول او په خپله یې دوی ته په لاسونو کې
ولچکې ورواچولې.
شاهجهان بېګم او صدیق حسن په خاموشۍ دا هر څه وزغمل. له
دې وروسته تر ټولو مهمه فيصله د انګرېزانو له خوا دا وه چې د
صدیق حسن د بدانتظامي له کبله به د برتانيا حکومت په خپله د
بهوپال مشر وزیر (67 1:15 7) ټاکي نوابه به په ټولو