text
stringlengths 0
136
|
---|
به یې کله کله له نورو ښځو سره خپل غر ورګډ کړو. ددې د وروستیو
|
کلونو يو انځور پاتې دی چې پکې دا يوه لوړه او نرۍ مېرمنه
|
ښکاري په سریې لوپټه او په سترګویې عینکي دي
|
په بهوپال کې د موتي مسجد په نامه د جامع جومات تر جوړېدو
|
وروسته یې د پرانستنې مراسمو ته ولاړه خو په ټول وخت کې د دې
|
لوی انګړ د یوې ونې سيوري ته ناسته وه او سترګې يې ټیټې نیولې
|
وې. . وروسته چې له دې پوښتنه وشوه چې ولې يې د دې دومره ښکلي
|
جومات منارونو او ګنبدې ته نه کتل. نو دې وويل: ''زه وېرېدم هسې
|
نه ددې په لیدو سره به په ما کې غرور پيدا شي.'"
|
دا به د ښار په لارو کوڅو کې پلې ګرځېده. د غریبو خلکو کورونو
|
ته به ناڅاپه وردننه شوه چې د هغوی حالت له نژدې وګوري. د ماڼۍ
|
په چمن کې يې یوه لویه ټلۍ اېښي وه او خلکو ته يې اعلان کړی و
|
چې که هر څوک کومه ستونزه لري نو دا ټلۍ دې وغږوي. ددې د
|
ماڼۍ په وره کې هر ورځ دوه منه ۰ کیلو غنم اېښودل کېده. د
|
سهارلمانځه وروسته به ضرورتمندو ته وېشل کېدل. په لومړي ځل
|
يې د څښلو اوبو لپاره په بهوپال کې يو نل «پایپ تېر کړ. د اورګاډي
|
پټلۍ د غزولو لپاره یې له خپلو شخصي پیسو پانګه ورکړه. په مکه
|
او مدینه کې يې د بهوپال د حاجيانو لپاره سرایونه واخيستل. .چې
|
اوس هم شته په خپل باغ کې به یې له عامو خلکو سره لیدل د هغوی
|
ستونزې به یې اورېدې او مرسته به یې ورسره کوله. د ریاست خزانه
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00065١ 661٨
|
٣ د قدسبې بېګم واکمني
|
او خپله شخصي پانګه يې بېله کړه له خپلې ماڼۍ يې د لاسي ګنډلو
|
کار پيل کړ. ښځې یې په کې په کار ولګولې او د خبل پخلنځي خرڅ
|
به یې له دې پیسو پوره کاوه ډېر ژر هغې د عامو خلکو زړونه وګټل
|
خلکو به يې ډېر درناوی| و احترام کاوه
|
په ۱۸۳۵م کې سکندر بېګم جهانګیر ته واده شوه او شپاړس کاله
|
وروسته د امير محمد سره شوی لوز پوره شو. د دوی دواړو واده د
|
دښمنو کورنیو تر منځ داسې یووالی و چې د مینې او محبت پر ځای
|
په کې تربګني او رقابت ډېر و له واده سمدستي ور روسته انګرېزانو
|
له قدسیې بېګم غوښتنه وکړه چې نوابي دې جهانګیر ته وسپاري. خو
|
قدسیې وویل د هغې زوم لا تراوسه نوابۍ ته تيار رنه دی. سکندرې
|
او جهانګیر چې ګډ ژوند پیل کړ. نو هغه خپل خاوند ته وفا وار شو
|
او دې په خپله له موره وغوښتل چې واک دې د هغې خاوند ته
|
وسپاري. د دواړو کورنیو ترمنځ اړیکي خړپړ وو امیر محمد په خپله
|
دا باور درلود چې قد سیه به چېرې هم واک د هغه زوی ته نه پرېږدي
|
ده يو واري بيا د بغاوت جنډه راپورته کړه د بهوپال له ښاره بهر
|
سيهور نومي ځای کې يې مورچې ونیولې او پوځ يې وربرابر کړ
|
قدسیې ډېر په مېړانه دا جنګ وګټلو. خو اوس انګرېزانو ورودانګل
|
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر یو ليک قدسیې ته ورواستولو چې په
|
کې يې په دې خبرې ټینګارکړی و چې هغه دې واک خپل زوم ته
|
وسپاري. د قدسیې بې له دې نور وس ونه رسېد چې له بهوپال ښار نه
|
د اسلام نګر کلا ته ولاړه شي برتانیا هغې ته اته سوه و شپاړس کلي
|
په جاګیر کې ورکړل او د یولسو توپو د سلامي اعزاز یې هم ور په
|
بهوبال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
د قدسیې بېګم واکمني ۵۷۰
|
٧ کې جهانګیر محمد په یوه ځانګړي دربار کې د بهوپال نواب
|
وټاکل شو هغه له نواب کېدو سره سمدستي قدسیې بېګم ته پتمن د
|
پوځ مشر بخشي بهادر محمدخان ته وړاندیز وکړ. چې که د قدسیې
|
بېګم له ملاتړه لاس واخلي نو لویې مځکې به په انعام کې ور ي
|
بهادرخان ورته په ځواب کې وویل
|
"زه په بد وخت کې د خپل مریې سره نیمه وچه ډوډۍ خوړی شم خو
|
د یوه ډارن او ناسیاله کس په خدمت کې د مال خاوند نشم کېدی."
|
ده له خپلو دوو زامنو صدرخان او باقي خان سره یو ځای خپلې
|
تورې د تیکو نه واېستلې او له هغې ډلې سره روان شول چې په کې
|
قدسیه بېګم د اسلام نګر د کلا پر لوري روانه وه
|
د جهانګیر د نواب کېدو سره سم د بهوپال فضا بدله شوه. په ماڼیو
|
کې د رقص او سرود محفلونه شراب او د مېلمستاوو دوران پیل شو.
|
دی په خپله یو شاعر و او ارام ژوند يې خوښېده. د زمري ښکار. د
|
نورو ښځو سره روابط او د شرابو څښل ورته عیب نه ښکارېدل
|
ده په بهوپال کې یوه نوې سیمه د جهانګیر اباد په نوم ودانه کړه. د
|
پوځ لپاره یې چاوڼۍ او د ځان لپاره يې يوه نوې ماڼۍ جوړه کړه.
|
سکندر بېګم به هره ورځ د خپلې مور قدسیې بېګم پوښتنې ته اسلام
|
نګر ته ورتله. د جهانګیر نواب په دربار او مېلمستیا کې به انګرېزان
|
هم شامل وو
|
سکندر بېګم به په هره موقع له خپل خاوند سره مله وه. یوه ورځ د
|
انګرېزانواستازي ویلکینسن چې هر وخت به د جهانګیر نه تاوېدو
|
راتاوېدو. سکندر بېګم ته ورنږدې شو. د هغې د الماسو غوږوالي ته
|
يې لاس يوړو او ویې ويل
|
"بېګم صېب ستا کالي څومره ښايسته دي"
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
۵۸٨۰ د قدسیې بېګم واکمني
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.